پنټاګون له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو خپلې څېړنې پیل کړې

۸صبح، کابل: امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) له افغانستانه د وتلو د بهیر په تړاو خپلې اروزنې پیل کړې دي.

پنټاګون د چهارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر اوولسمه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، چې له افغانستانه د وتلو د ارزولو په تړاو کوم ټيم چې جوړ شوی و، تېره اوونۍ یې کار پیل کړی دی. تمه ده دا ټيم له زمري میاشتې وروسته له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو څېړنه وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې له مخې، امریکايي ځواکونو د روان کال د زمري میاشت کې له افغانستانه ووتل. له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ، چې په پایله یې کې د زمري پر څلورویشتمه کابل ونیوه او پخوانی نظام یې وپرځاوه.

د پنټاګون ویاند راب لودویک ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت د هغه څه په تړاو چې افغانستان کې رامنځته شوي، ژمن دی. نوموړي ټينګار کړی، چې دې وزارت د امریکا د وتلو او د رامنځته شویو بدلولونو په تړاو خپلې ارزونې پیل کړې دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند ویلي نه دي، چې دا ټيم به په څومره موده کې له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو خپلې اروزنې بشپړې کړي. لودویک ویلي: «ټيم تېره اوونۍ خپل کار پیل کړی، له دې امله اوسمهال کوم نوي څه نه لرم.»

دا ټيم داسې مهال له افغانستانه د امریکا د وتلو په تړاو خپلې اروزنې پیل کړي، چې له دې وړاندې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې څخه د زده‌کړل شویو درسونو په تړاو سخت راپور خپور کړ. دغې ادارې ویلي، چې افغانستان کې سیاسي بدلولونه د یوې نامنسجمې او غیرواقعي ستراتېژۍ له کبله رامنځته شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button