په خوست کې د اووه خوېندو یوازېنی ورور وژل شوی دی

۸صبح، خوست: خوست کې سیمه ییزي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د مرغومي پر ۲۵ د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې د اووه خویندو یوازینې ورور وژل شوی دی.

سرچینې وايي، وژل شوی کس کریم‌الله نومېده.

د سرچینو په خبره، نن د وژل شوي کس د واده مراسم هم و.

دغه پېښه د خوست مرکز «شمل‌شموڼي» کلي کې شوې ده.

خوست کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند مستفغر ګربز هم یاده پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل دواړو کورنیو پخوانۍ دوښمني لرله.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې ډېر کله د ځینو کورنیو خپلمنځي شخړو له کبله په بېلابیلو ولایتونو کې مرګژوبله اوړي.

ورته لیکنې

Back to top button