د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې، د ۳۶ منډو په توپېر نیدرلنډ ته ماته ورکړه

۸صبح، کابل: د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د نیدرلنډ پروړاندې په ۵۰ ارویزه لوبه کې، دغې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سوپرلیګ ته د لارې موندنې لپاره ۱۰ حیاتي امتیازونه ترلاسه کړل او خپله لاره موندنه یې پرېکنده کړه.

دغه لوبه چې د جمعې په ورځ، د سلواغې په لومړۍ نېټه د قطر په پلازمینه دوحه کې ترسره شوه، د ۳۶ منډو په توپیر د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې، په دغه ۵۰ اوریزه لوبه کې، د اتو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره، نیدرلنډ ته ۲۲۲ منډې هدف وټاکه چې سیالې لوبډلې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ددغه هدف یوازې ۱۸۶ منډې پوره کړې.

په دغه سیالۍ کې راشد خان درې لوبغاړي وسوځول او ملي لوبډله یې د نورو لوبغاړو ترڅنګ د سوپرلیګ په څلورمې لوبه کې بریالیتوب ته ورسوله.

له بلې خوا، د هېواد د ملي لوبډلې لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ددغې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو. هغه رسنیو ته ویلي: «رضایت بښوونکی بریالیتوب و، موږ ښه لوبه وکړه.»

د ویلو ده چې د هېواد ملي لوبډلې تراوسه څلور لوبې ګټلې او د کرېکټ سوپرلیګ لوبو ته د لار موندنې لپاره دوې نورې لوبې په مخ کې لري.

Back to top button