ملي بس شرکت په درېیو لیکو کې ۱۰۰ ښاري بسونه فعال کړل

۸صبح، کابل: طالبانو اعلان کړی چې ملي بس دولتي شرکت بیا فعالیت پیل کړی دی.

باختر دولتي آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نن چهارشنبې د سلواغې په شپږمه نېټه، رپوټ ورکړی چې د ملي بس دولتي شرکت د فعالیت په بیا پيلولو سره، په کابل ښار کې ۱۰۰ ښاري بسونه فعال شوي دي.

د ملي بس دولتي شرکت رییس محمد ایوب، د ملي بسونو ساتنه مهمه بللې او ویلي یې دي چې د طالبانو چارسمبالی حکومت خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ژمن دي.

په همدې حال کې د ملي بس دولتي شرکت د تخنیکي او د ګټې اخیستنې مسوول حمید ګل، ویلي چې دغه شرکت په تخنیکي لاملونو فعالیت درولی و. هغه جوته کړه چې په کابل ښار او هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې ۱۰۰ لویو او کوچنیو موټر فعالیت پیل کړی دی.

د ملي بس شرکت د ګټې اخیستنې او تخنیکي چارو مسوول په وینا، دغه بسونه د کابل ښار په خیرخانه، کارته نو او د قلعه زمان خان په خراسان ښارګوټي کې هره ورځ د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو د کابل ښاریانو په خدمت کې دي.

د ملي بس دولتي شرکت مرستیال، حبیب الله حدید، ویلي چې دغه شرکت اوسمهال یو زر او ۴۹ موټر په واک کې لري.

د ویلو ده چې د ملي بس دولتي شرکت په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د سرویس شرکت ترنامه لاندې د ترانسپورتې خدماتو وړاندې کولو په موخه کار پیل کړی دی.

Back to top button