د المپیک نړیواله کمېټه افغانو ورزشکارانو سره بشردوستانه مرسته کوي

۸صبح، کابل: د المپیک نړیوالې کمېټې ویلي، له هغو افغان ورزشکارانو سره چې افغانستان کې پاتې دي، ۵۶۰ زره امریکايي ډالره نقدي مرسته کوي.

الجزیرې خبري شبکې د پنجشنبې پر ورځ د لیندۍ پر اتلسمه د المپیک نړیوالې کمېټې د رییس توماس باخ له قوله لیکلي، له طالبانو سره د خبرو اترو وروسته هوکړه شوی، چې له افغان ورزشکارانو سره د مرستو د وېش زمینه برابره او ملاتړ یې کوي.

نوموړي ویلي، دې کمېټې له دوه زره زیاتو افغانو ورزشکارانو ته ۵۶۰ زره امریکايي ډالره ځانګړي کړي، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوری ووېشل شي.

له بلې خوا د المپیک نړیوالې کمېټې رییس د پاتې ورزشکارانو وتلو ته هم اشاره کړې او زیاته کړې ده، چې د وتلو لپاره یې هڅې دوام لري.

نوموړي ویلي، له ځينو هېوادونو سره خبرې روانې دي، ترڅو دغو ورزشکارانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته له ۳۰۰ زیات ورزشکاران او روزونکي لویدیځو هېوادونو ته د المپیک ملي کمېټې له خوا د بشردوستانه ویزو په مرسته وېستل شوي دي.

Back to top button