فوټبال نړیوال فدراسیون د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې ډېرو افغانانو ته پناه ورکړي

۸صبح، کابل: د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) له البانيا او قطر څخه د افغان لوبغاړو د تخلیې په موخه مننه کړې او له نورو هېوادونو یې غوښتي، چې ډېرو افغانانو ته پناه ورکړي.

فیفا د شنبې پر ورځ د لړم پر لومړۍ ویلي، چې له ۱۵۰ څخه زیاتو افغان لوبغاړو او د هغوی کورنیو ته د وتلو او سرپناه برابرولو په موخه یې له البانیا او قطر څخه مننه کړې.

فیفا ویلي، د چهارشنبې پر ورځ د تلې پر اته ویشتمه د قطر په ملاتړ په دویم ځل ۵۷ تنه له فوټبال سره تړلي او د بسکتبال ښځينې غړي له اوږدو خبرو وروسته قطر ته رارسېدلې دي.

همدارنګه د فوټبال د ښځينه او نارینه لوبغاړو د کورنۍ ۱۰۰ تنه د قطر په مرسته له افغانستان څخه ویستل شوي دي.

فیفا زیاته کړې: «موږ د قطر له امیر اعلیحضرت شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د البانیا لومړي وزیر ادي راما څخه د دغه بشردوستانه ماموریت د بریالیتوب له کبله مننه کوو. د فوټبال دغه غړي له ناوړه وضعیت سره مخ دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو شمېر زیاتې لوبغاړې له افغانستان وویستل شوې او قطر او البانیا ته ولېږل شوې.

ورته لیکنې

Back to top button