د بشر حقونو شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده له رایې ورکولو پرته تصویب کړه

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه پرېکړه لیک یې له رایې ورکولو پرته تصویب کړی دی.

دغې شورا جمعه د چنګاښ پر ۱۷ په یوه ټويټ کې د دغه پرېکړه لیک د تصویب په اړه خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ویلي: «افغانستان کې ښځو او نجونو د حقونو په اړه د A/HRC/50/L.62 پرېکړه لیک مسوده له رایې ورکولو پرته تصویب شوه.»

د دې مسودې په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د بشر حقونو شورا د جولای پر لومړۍ نېټه افغانستان کې د نجونو او ښځو په اړه بېړنۍ ناسته وکړه. په هغه ناسته کې د سازمانونو، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو راپور ورکوونکو او د ځینو هېوادونو استازو ګډون کړی و او په افغانستان کې يې د بشر حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو د حقونو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

ورته لیکنې

Back to top button