بامیان کې د طالبانو د استخباراتو رییس ګوښه شو

۸صبح، بامیان: بامیان کې سیمه ییزې سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو رییس قاري بلال د کم کارۍ او مالي فساد له امله ګوښه شوی دی.

یوه باوري ځایي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې قاري بلال دوې اوونۍ مخکې له سوداګرو څخه ۲۷ د ډبرو سکرو موټر ونیول او نیت یې درلود، چې هغه وپلوري او پيسې یې خپل جېب ته واچوي.

د سرچینې په وینا، بامیان کې د طالبانو والي او امنیه قوماندان له دغې موضوع په خبرېدو سره د استخباراتو د رییس د دې اقدام مخنیوی وکړ.

په همدې حال کې له بامیانه یوه بله سرچینه وایي، چې قاري بلال د بامیان د استخباراتو ریاست د سلواغې او مرغومي میاشتو معاشونه هم حیف او میل کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button