د بدخشان د یفتل پایان ولسوالۍ د کانونو مدیر د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی

۸صبح، بدخشان: یفتل پایان ولسوالۍ کې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو له لوري د یفتل پایان ولسوالۍ د کانونو مدیر مولوي نجم‌الدین فایض د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی دی.

د سرچینو په خبره، دا پېښه د چهارشنې پر ورځ د لیندۍ پر اوه‌لسمه هغه مهال رامنځته شوه، چې فایض غوښتل د سهار لمانځه وروسته خپل کور ته لاړ شي.

نوموړی د لارې په اوږدو کې د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی دی.

سرچینې وايي، مولوي نجم‌الدین د یفتل پایان ولسوالۍ د «کشن درې» کلي و او د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر دې دندې ګومارل شوی و.

تراوسه د دې وژنې انګېزه او څرنګوالی روښانه نه دی.

ځايي طالب چارواکو هم تراوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.

له دې وړاندې لوګر کې د طالب ځواکونو ترمنځ په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې وه، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی، چې یو ځايي طالب چارواکی د خپل ساتونکي له لوري وژل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button