د زابل امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست: ښځې مو ودونو ته مه پرېږدئ

۸صبح، زابل: زابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست نن په کلات ښار کې د موټرو له لارې اعلانونه کول، چې ښځې مو ودونو ته مه پریږدئ.

زابل کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې دغه ریاست ودونو ته د ښځو د تګ منع کولو تر څنګ د ځوانانو پر مجلسونو، ږیرې خرېیلو او قطعه بازۍ هم بندیزونه لګولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې ښار کې د اعلانونو تر څنګ دغه ریاست ویلي، که هر چا له دغو محدودیتونو څخه سرغړونه وکړه، د شکایت حق نه لري او سخته سزا ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دغه ولایت کې پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button