د ایران او افغانستان پر پوله د یوه ځوان افغان مړی موندل شوی

۸صبح، هرات: نیمروز کې ځايي سرچینې وايي، چې د افغانستان او ایران پر پوله د یوه افغان مړی موندل شوی دی.

سرچینې وايي، چې دغه ځوان د افغانستان او ایران پوله کې د ایران په خاوره کې مړ شوی او مړی یې نیمروز ته لېږدول شوی دی.

نیمروز کې ځايي طالب مسوولانو هم دا خبر منلی او وايي، هڅه کوي د دغه ځوان کورنۍ پیدا کړي.

د ایران او افغانستان پوله ایران ته د انساني قاچاق یوه لاره ګڼل کېږي. پر دې لاره هر کال لسګونه کسان مړه کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button