د پنځو طالبانو مړي، چې په پنجشېر کې وژل شوي وو وردګو ته ولېږدول شول

۸صبح، وردګ: په وردګو ولایت کې سیمه ییزې سرچینې دغه ولایت ته د پنجشېر له نښتو د پنځو طالب پوځیانو د مړیو له لېږدولو خبر ورکوي.

سرچینې وایي، چې په وژل شویو کې چې نن پنجشنبه د زمري پر ۲۰ یې مړي وردګو ولایت ته رسېدلي د قیس مبارز په نوم یو طالب قوماندان هم شامل دی.

د سرچینو د معلوماتو پربنسټ دغه کسان د وردګو ولایت د چک او سیداباد ولسوالیو اوسېدونکي دي، چې تېره ورځ په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې په توغندیز برید کې وژل شوي دي.

تېره ورځ پنجشېر کې ځایي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې مقاومت جبهې د طالبانو پر یوې پوستې او دوو رنجرو توغندیز برید کړی دی.

د سرچینو په وینا د دغو بریدونو له امله، چې د درې ولسوالۍ په پوجاوه سیمه کې ترسره شوي تر ۱۰ زیات طالب جنګیالي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان هم دي.

د سرچینو د معلوماتو پربنسټ په دې برید کې د مقاومت جبهې بي ام ۱ وسله کارولې ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button