په افغانستان کې د جمهوري نظامونو پرځېدل

ليکوال: خيبر اميري

د جمهوري نظام پیل

په تیر ۱۳۵۲ لمریز کال کې سردار محمدداود خان په خپل تره زوی محمدظاهر خان سپینه کودتا وکړه او په پاېله کې یې د افغانستان ۴۰ کلن شاهي نظام ته د پای ټکی کېښود. د کودتا پر سبا یې «جمهوري نظام» اعلان کړ. له همدې ورځې وروسته د واک پر ګدۍ ډېرو حکومتي مشرانو خپل خون بهاوې پرې/سرونه کېښودل یا له ارګه په تېښته بریالي شول.

دلته تل د یوې نوې ايډیالوژۍ او یو نوي فکر په راوړلو کې هڅه کېږي؛ خو له وړاندې عامه پوهاوی، عامه ذهنیت نه رغېږي، فکري روزنه نه کېږي او پاېله یې په افغانستان کې په مرګونو او وروسته پاتې کېدا پای مومي.

د وروستي جمهوريت پرځېدل

ولې په افغانستان کې هر سیاسي نظام ژر نسکورېږي؟ ټول حکومتي ساختار په لږه شېبه یا شېبو کې له منځه لاړ شي؟ د لویو نړیوالو نښتو وروسته د درېیمې نړۍ هېوادونو نظامونه په ندرت سره دا ډول پرځېږي؛ خو دا وار طالبانو د کابل واګي د ترلاسه کولو وروسته ښکاري،چې د جمهوريت جنازه یې له افغانستانه واېستله. ښکاره خبره ده، چې نظامونه په څو ورځو کې نه پرځې، بلکې د پرځېدو لپاره کلونه کلونه نزولې حرکت کوي او په پایله کې د سقوط کندې ته لوېږي. دا نزولي تګ له اوږده وخته طی کېده، چې په پاېله کې د افغانستان ناګهاني سقوط په نږدې ۱۳ ورځو کې د اګست له دویمې بیا د اګست تر پنځلسمې په لاندې توګه ترسره شو:

د اګست دویمه؛  د رسنیو د راپورونو له مخې وسلوال طالبان د افغانستان درېيم لوی ښار هرات ونیوه.

د اګست شپږمه؛ د افغانستان بل سرحدي ولایت نیمروز د حکومت له لاسه ووت.

د اګست اوومه؛ په دې ورځ په شمال کې د جوزجان مرکز شبرغان ښار هم سقوط شو.

د اګست دولسمه؛ طالبانو رسنیو ته تائید کړه، چې کندهار مقام کې د دوي سرتیري داخل شوي دي.

د اګست دولسمه؛ د سقوطونو په لړ کې دا وار غزني ښار هم د طالبانو لاس ته ولوید، کورنیو چارو وزارت په میدان وردګ کې د غزني والي محمد داوود لغمانی او ورسره د ولایت مرستیال په ګډون د دفتر رئیس د ولایت د سپارلو په تور ونیول او خالي سلاح یې کړل.

د اګست دیارلسمه؛ د لوګر ولایت په سقوط طالبان د کابل ۷۰ کیلو مترۍ ته ورسېدل.

د اګست دیارلسمه؛ د امریکا سفارت کارکوونکو د سفارت ټول اسناد وسیزل، تر څو د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

د اګست څوارلسمه؛ رسنیو د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د سقوط خبر هم خپور کړ.

د اګست څوارلسمه؛ د رویترز خبري اژانس خبر ورکړ، چې مزار شریف ښار هم د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېد، د جنرال دوستم او عطا نور په ګډون د دوي ډيری پلویان د ازبکستان مرز په لور وتښتیدل او د مزارشریف پر ښار طالبان واکمن شول.

په دې اساس د اګست له دويمې د اګست تر څوارلسمې د هرات او قلعه نو ښارونو په ګډون د افغانستان ۲۵ ولایتونه د طالبانو لاس ته ولوېدل.

د اګست څوارلسمه؛ د ميدان‌ښار مرکز وردګ ولایت مقام هم طالبانو ونیوه.

د اګست څوارلسمه؛ د کابل ښار نږدي ولسوالۍ پغمان او نږدې  پروان کې د ډزو غږونه واورېدل شول.

د اګست پنځلسمه؛ غرمه ۲ بجې او ۳۰ دقیقې پخوانۍ ولسمشر ډاکټر اشرف غني او ورسره څو تنه نور په الوتکو کې ارګ پرېښود او له شمالي سرحدونو واوښت. وسلوال طالبان د جګړې او مقاومت پرته له غرمې وروسته پر ارګ ننوتل او له دې سره یې د جمهوریت لمن له افغانستانه ټوله کړه.

په افغانستان کې د جمهوریت د ژوند وروستۍ سلګۍ وهل کېدې او پرته له کومې سختي جګړې د ولسوالیو د سقوط وروسته د ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل او په نږدې دیارلس ورځو کې د روان کال د اګست په ۱۵مه د کابل په ګډون په نږدې ۳۲ ولایتونو او اداري سیستمونو طالبان حاکم شول او له دې سره سم یې بیرته د شاهي نظام اساسي قانون نافذ اعلان کړ.

مهمه او د بحث وړ مسأله دا ده، چې په افغانستان کې جمهوريت ولې بقا ونه کړه؟ ولې د نړیوالو ځواکونو او نړيوالو سازمانونو ملاتړ پاېله ونه لرله؟ ولې دا شل کلن نظام ورځ تر بلې کمرزوی او له پښو ولوېد؟ ملي اجماع تر وروستۍ ورځې د هربحث سرټکی و؛ خو تر وروستۍ ورځې منځ ته رانغله، چا وکړه؟ څوک مسوول دي؟

د کابل د سقوط پر عواملو ډیر نظرونو، اندونه او تحلیلونه شوي او لا کېږي، خو د افغانستان جمهوري نظام پاشل له دوو لویو کورنیو او باندنيو عواملو څخه خالي نه وه/دي. دلته هڅه کېږي، چې پر همدې سکالو بحث وشي، خو لا اوږد بحث ته اړتیا لیدل کېږي. زه هڅه کوم په یادې موضوع لنډ یادښت وړاندې کړم.

لیکوال او شننونکی، خيبر اميري

د سقوط کورني علتونه

د وروستي شل کلن جمهوریت په اوږدو کې نږدې څلور ولسمشریزې ټول ټاکنې وشوې. که موږ د خلکو ګډون او باور ته پام وکړو، د هر وار په تېریدو د خلکو مشراکت خورا کم تر سترګو کېده. په وروستیو ټاکنو کې د خلکو نه ګډون، په ټاکنو کې پراخه درغلي او د نوماندانو لخوا د ټاکنو د پایلو نه منل دا پروسه لا بې ثباته او له پامه وغورځوله.

هر سیاسي نظام چې  بهرنی نظامي ملاتړ له ځانه سره ولري، ډير ژر د سقوط کندې ته لوېږي. له شک پرته د شل کلن ماموریت وروسته بهرني ځواکونو په تلوار وتلو ټول افغانستان له همداسې تراژیدۍ سره مخ کړ.

د سرتېرو جګړه او له هېواده دفاع کول په درې اصلونو ولاړ وي:

  1. انګيزه
  2. روحیه
  3. نظم

په وروستیو ورځو کې همدا درې اصلونه په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې له منځه تللي وه. تر دې چې یو جګړه‌مار قوماندان هم جګړې او دفاع ته زړه نه ښه کاوه.

کله چې سرتېرو ليدل، طالبان له هغوي بدل نه اخلي او هغوي په عزت سره کورونو ته لېږي، د جګړې روحیه او انګیزه یې بیخي له منځه لاړه، د لویو ولایتونو خطونه مات او طالبان ښارونو ته ننوتل.

د حکومت په اډانه کې د لوړ پوړو چارواکو فاحش فساد او د جمهوري نظام څخه د ملي اجماع  په نامه د سیاسي احزابو، سیاسي ډلو او اړخونو د خورا ډير امتیاز اخيستلو توقع او فشارونه، بهر څخه راغلو تکنوکراتو ته د لوړو څوکیو ورکول، د دروني او فکري اختلافاتو ډیروالی او څه نور ډير علتونو د جمهوريت شل کلن عمر ته د پای ټکی کېښود او د طالبانو په راتګ څوک په تېښته او څوک په کابل کې بند پاتې شول، چې له دې سره د جمهوریت پاڼه واوښته.

د سقوط باندني علتونه

د افغانستان پر وړاندې د نړیوال سیاست بدلون؛

د جمهوري نظام د سقوط لوی علت په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې یوه برخه د (کابل – ولایتونو) سپارل و. بحث له همدغه ځایه پیلېږي، چې طالب مشرانو ته په نړیوال ستیج خورا ستر شناخت او پرټوکول ورکول شو. له هغوي سره مذاکرات اوږد وخت نیسي، چې پایله یې د امریکا په تلوار وتلو سره پای مومي.

امریکا له خپلو سرحدونو بهر له اوږدمهاله جګړو سره مخامخ وه، هغه جګړه چې هم نظامي ځواک او هم په متحده ایالاتونو کې یې خپل ولس ته په افغانستان کې د بي ګټې جګړې او اقتصاد زور له کلبه نور قناعت نه شو ورکولی. سپینې ماڼۍ د خپلو ځواکونو د یو اړخېز اېستلو پریکړه وکړه او د هېواد دفاعي ځواک ورځ تر بلې خپله روحیه له لاسه ورکړه، چې له دې سره سقوط یقیني شو.

د افغانستان وروستی ناببره اوښتون او د طالبانو واک ته رسېدل له یوه پلوه نړیوال او سېمه‌ییز قدرتونه په حیرت کې اچولي، له بل پلوه یوه لويه وېره یې د سېمې هېوادونو منځ کې خپره کړې ده.

د افغانستان شریر ګاونډیان

د افغانستان ګاونډي هېوادونو د تېرو څلویښتو کلونو په اوږدو کې په مستقیمه توګه د افغانستان په چارو کې مداخلې او لاسوهنې کړي دي. مګر تر ټولو یې د پام وړ د پاکستان شرارتونه دي. پاکستان د افغانستان په کشاله کې خپل لیدلي منفعتونه تل په پام کې نېولي. هغه د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د بې ثباتۍ پروژې په خورا لویه پیمانه عملي کړي دي.

د افغانستان ربړه نړیواله، سېمه‌ییزه او کورنۍ ربړه وه/ده. دلته ولس د هر اوښتون (انقلاب) بیه په خورا لویه پیمانه پری کړې ده. لا هم په یوویشتمه پيړۍ کې افغانان د خپل بې ثباته برخلیک سره مخامخ دي. د افغانستان اوږد مهاله کړکیچ او د دې لویې غمیزې مسوول موږ او زموږ، کمزوری سیاسي اړخ دی.

مشران وایې، حکومتونه په کفر سره پایې؛ خو په ظلمونو او بې عدالتیو سره په لنډ وخت کې راپرځېږي او نړېږي. وروسته له نږدې شلو کالو، جمهوري نظام په افغانستان کې په بې ساري توګه له پښو وغورځید، چې د افغانستان د تاریخ یوه نوې پاڼه واوښته او یو نوی باب پرانېستل شو. افغانستان کې د یو باثباته او سیال نظام په هیله.

ورته لیکنې

Back to top button