د طالبانو سرپرست حکومت د دیني مدارسو د فارغینو ارزونه او د رتبو تثبیت کوي

۸صبح، کابل: د طالبانو سرپرستې کابینې د دیني مدارسو د فارغینو د اسنادو د ارزونې او رتبو د تثبیت په اړه د ټاکل شوي پلاوي لخوا چمتو شوې طرحه تصویب کړه.

د کابینې ناسته دوشنبه د جدي پر ۲۷ جوړه شوه. د طالبانو سرپرست حکومت رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند د دیني مدارسو د فارغینو د اسنادو د ارزونې او رتبو د تثبیت په اړه د ټاکل شوي پلاوي له خوا چمتو شوې طرحه تصویب کړه.

دغه راز د دعوت او ارشاد ریاستونو تشکیل منظور او همدې ریاستونو ته د تیار شوي نصاب د کتنې لپاره د علومو اکاډمۍ د لوی رییس شیخ فریدالدین محمود په مشرۍ لوړپوړی پلاوی وټاکل شو.

له بلې خوا د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، تر څو پر دولتي ادارو د برېښنا شرکت، افغان پُست، افغان ټیلکام او نورو شرکتونو د قرضو موضوع وڅېړي او حللاره یې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.

د یادولو ده، چې د کابینې ناسته کې پر نورو بېلابېلو اقتصادي او ټولینزو موضوعاتو سربېره د پولیسو د یونیفورم په اړه هم بحث شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button