د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسلو ناسته له لاسته راوړنو ډکه وبلله

۸صبح کابل: د طالبانو سرپرست حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اسلو ناسته له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن چهارشنبه د سلواغې پر ۶ د دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټوېټ کې ویلي، د بشردوستانه مرستو، بانکي بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان بانک د ارزي ذخایرو د ازادېدو په هکله جدي او ګټورې خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قوانینو د وضع کولو به برخه کې د طالبانو نوي سیاستونه، لاسته راوړنې او برنامې د اروپايي هېوادونو له استازو، په ځانګړې توګه له امریکايي استازو سره شریکې کړې دي.

دې خبرپاڼې د اروپايي ټولنې، بریتانیا، امریکا او خیریه بنسټونو د غړو له خولې لیکلي، چې د امنیت د ټینګښت، له فساد سره مبارزه او د ښوونې په برخه کې د طالبانو سرپرست حکومت پرمختګونو ستایل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، په یاده ناسته کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د اندېښنو په اړه هم خبرې وشوې او د طالبانو له خوا د اسلو ناستې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې نړیوال قوانین به د اسلامي قوانینو او افغاني ارزښتونو په رڼا کې رعایتوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دا ناستې د دې سبب شوې، چې د طالبانو سرپرست حکومت د نړیوالو د اندېښنو په هکله له هغوی سره مخامخ وغږېږي او ورانپوهاوي له منځه لاړ شي.

همداراز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، د دې ناستې لومړۍ ورځ افغان شخصیتونو او د مدني ټولنې استازو ته ځانګړې شوې وه، چې په پای کې یې ویناپاڼه هم خپره شوه.

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د داسې ناستو ترسراینه د باور په جوړولو او د بشردوستانه مرستو په جلبولو کې ګټورې بللې او د ورته ناستو پر جوړولو یې ټینګار کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button