افغان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي ۲۰۲۲ کال کې د نيدرلنډ پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې وکړي

۸صبح، کابل: د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د نيدرلنډ لوبډلې پر وړاندې د درېيو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لړۍ ترسره کړي.

دا لوبې به د جنورۍ میاشتې په ۲۱، ۲۳ او ۲۵ نېټه د قطر د پلازمېنې دوحې ښار په «ایشین ټاون» کرکټ لوبغالي کې وشي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په لړ کې یوازې د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې درې-یو ورځنۍ سیالۍ کړي، چې درې واړه یې ګټلي او اوسمهال ۳۰ نمرې لري.

د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان ملي  لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۳ میلادي کال تر پیله پورې ټولټال ۷ لوبلړۍ  وکړي، چې درې لوبلړۍ به یې په خپل کوربه توب وشي او د پاتې څلورو لوبلړیو لپاره به نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله په خپل کوربه توب د نیدرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ وروسته د جنورۍ میاشتې په پای کې زمبابوې ته سفر وکړي، ترڅو هلته له کوربه هېواد سره هم درې یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

کرکټ بورډ ویلي، سربېره پر دې به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کال په لړ کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو کوربه توب وکړي او همدارنګه به د هند، بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې سیالیو لپاره یادو هېوادونو ته سفرونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمنټ دی، چې د دوو کلونو په موده کې به وشي او له مخې به یې د ۲۰۲۳ میلادي کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام ته اته غوره لوبډلې لاره ومومي.

ورته لیکنې

Back to top button