افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

۸صبح، کابل: د نړیوال جام شل اوریزو لوبو په لړ کې افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دغه لوبه نن دوشنبه د لړم پر دریمه د شارجې په لوبغالي کې وشوه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ ته په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. نجیب ځدران تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې وکړې. همدارنګه رحمان‌الله ګربز ۴۴ او حضرت‌الله ځاځي ۴۴ منډې وکړې.

د سکاټلند کرکټ ملي لوبډلې ونه شوای کړای، ټاکلی هدف پوره کړي او د ۶۰ منډو په جوړولو یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د افغانستان له خوا په توپ اچونه کې بیا مجیب‌ ځدران ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول. همداراز راشدخان څلور لوبغاړي، او نوین‌الحق یو لوبغاړی وسوځاوه.

افغانستان تر دې لوبې وړاندې دوه تمریني لوبې وکړې، چې له ویسټ انډیز څخه وګټله او پر جنوبي افریقا یې وبایلله.

د یادونې وړ ده، چې د شل اوریز نړیوال جام لوبو په لړ کې به د افغانستان دویمه لوبه د را روانې جمعې پر ورځ له پاکستان سره وي.

ورته لیکنې

Back to top button