طالبان: د تاریخې آثارو ساتلو او نندارې ته اېښودلو لپاره یوه لویه مجتمع جوړوو

۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت اعلان کړی چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د تاریخي آثارو د ساتلو او نندارې ته اېښودلو لپاره یوه مجتمع جوړه کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، انعام الله سمنګاني، د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په څلورمه نېټه د یوه ټوییټ په خپرولو سره ویلي چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د تاریخي آثارو د ساتلو او نندارې ته د وړاندې کولو لپاره یوه مجتمع جوړه شي.

هغه لیکلي: «د طالبانو چارسمبالی حکومت نیت لري چې په راتلونکي کې به په هېواد کې د تاریخې آثارو د ساتلو او نندارې ته اېښودلو لپاره یوه مجتمع جوړه کړي.»

په همدې حال کې، سمنګاني د هېواد ملي موزیم پرانیستلو ته په اشارې سره زیاته کړې چې په وروستیو بدلونونو کې د ملي لرغون کور هېڅ یوه تاریخې اثر ته زیان نه دی رسېدلی.

پر دې سربېره، هغه ټینګار کړی چې د هېواد ملي موزیم ته ۷۵ قلمه نور تاریخې آثار هم زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ۸صبح ورځپاڼې له بامیانه د ځانګړي رپوټونه ترلاسه کړي چې د طالبانو د چارسمبالي حکومت په واکمنېدو سره زیات شمېر تاریخې آثار له دې ولایته چور تالان شوي دي.

Back to top button