طالبان بي‌بي‌سي ته: تر هغه چې د زده‌کړو نوې تګلاره تصویب نه شي، د نجونو ښوونځي نه پرانېستل کېږي

۸صبح، کابل: د طالبانو چارسمبالي حکومت د پوهنې وزارت چارواکو له بي‌بي‌سي سره په یوې نوې مرکه کې ویلي، تر هغه چې نوي کال کې د زده‌کړو نوې تګلاره تصویب نه شي، نجونې به ښوونځیو ته د تګ اجازه ونه لري.

له بي‌بي‌سي سره د په یوه مرکه کې د طالبانو د ښوونې مرستیال وزیر عبدالحکیم همت ټینګار کړی، چې اوسنی وضعیت یو لنډمهالی ځنډ دی.

د نوموړي په خبره، د ثانوي ښوونځیو نجونو ته به تر هغه د زده‌کړو اجازه ورنه کړل شي، چې په نوي کال کې ورته د زده کړو یوه نوې تګلاره جوړه شوې نه وي. همت زیاته کړې، چې د طالبانو چارسمبالی حکومت غواړي، نجونو ته امن چاپېریال رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پخواني حکومت له پرځېدو سره هممهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو محرومې شوې. په داسې حال کې چې طالبانو ډاډ ورکړی چې ژر تر ژره به د نجونو لپاره د ثانوي ښوونځیو دروازې پرانیزي.

ورته لیکنې

Back to top button