د مقاومت شورا د جوړېدو په وړاندې د طالبانو غبرګون؛ خپل عادي ژوند ته دوام ورکړئ

راپور: عبدالاحمد حسیني

له هغې وروسته چې د ګوندونو مشران او سیاسي فعالین د طالبانو په دولت کې شامل نه شول، اوس یې «د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي مقاومت عالي شورا» په نوم ډله جوړه کړې ده. دغې شورا په یوه اعلامیه کې چې جمعې په ورځ د تلې په دېرشمه نېټه یې خپره کړه وویل چې پروګرامونه یې په دوو برخو سولې او جګړې لپاره برابر شوي دي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت عالي شورا خبرداری ورکړی، که طالبان ددې شورا د سولې غوښتنې او مستقیمو او رغنده مذاکراتو ته غاړه کېنه ږدي، دوی به پوځي لارې ته مخه کړي. خو طالبانو ددغې اعلامیې په غبرګون کې ویلي چې دغو څېرو خپل امتحان خلکو ته ورکړی او باید پر خپلو کړنو له سره غور وکړي.

طالبانو ددغې شورا له غړو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او د نورو عادي وګړو په شان خپل ژوند ته دوام ورکړي. د طالبانو په وینا، اوس په هېواد کې د جګړې ستراتیژي پای ته رسېدلې او هغه کسان چې د جګړې خبره وکړي او هېواد د ناامنۍ په لور بوځي له منځه به یووړل شي.

د مخکیني حکومت په سقوط او له هېواده د اشرف غني په تېښتې سره، یو شمېر مطرح سیاسي شخصیتونه هم له افغانستانه ووتل. دغو څېرو پر کابل د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې له طالبانو غوښتي و چې په هېواد کې یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي. دغو سیاستوالو هغه مهال هم خبرداری ورکړ چې یو اړخیز سیاست هېواد د ناورین په لور بیایي. کله چې د طالبانو سرپرسته کابینه اعلان شوه، له سیاسي څېرو چې په مخکیني حکومت کې یې کار کاوه، هېڅ یو پکې شامل نه شو. دغه کابینه د ځینو سیاسي مشرانو له نیوکو سره مخ شوه. اوس لیدل کېږي چې یو شمېر سیاستوالو د طالبانو په دولت کې د ونډې اخیستو لپاره مټې رانغښتې دي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت د عالی شورا په نوم جوړښت یې رامنځته کړی دی.

د مالوماتو پربنسټ، په دغه شورا کې عبدرب الرسول سیاف، محمد محقق، عطامحمد نور، مارشال عبدالرشید دوستم او نور سیاسي شخصیتونه غړیتوب لري. نور، سیاف او محقق د اعلامیې په خپرولو سره په رسمي توګه خپل حضور تایید کړی دی. محمد کریم خلیلي د افغانستان د اسلامي جمهوریت په ملي مقاومت شورا کې خپل غړیتوب رد کړی دی. تراوسه روښانه نه ده چې دغې شورا له کوم هېواده خپل موجودیت اعلان کړی، خو په لومړنۍ اعلامیه کې چې خپره شوه، د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت عالی شورا پر دوو اساسي «سیاسي او پوځي» برخو ولاړه ده.

دغې شورا ټینګار کړی چې له سیاسي لارې سولې ته د رسېدو لپاره لومړیتوب ورکوي. په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د بې کفایتۍ، انحصار پالنې، پراخ فساد او د یوې «نامردانه، خاینانه او غدارانه» معاملې به پایله کې له بې نظمۍ او بې نظامۍ سره مخ شو او دولت وپاشل شو. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت د عالي شورا په باور، ددغو نیمګړتیاوو له امله، امنیتي، خدماتي او اداري بنسټونو سقوط وکړ او خلک له بې وزلۍ، لوږې، ناامنۍ او ډول ډول اندېښنو سره مخامخ شوی دی. ددغې جبهې د سیاسي هڅو په برخه ویل شوي چې په پام کې لري د هېواد مسایل له سیاسي لارې حل شي او له دې امله د مذاکراتو پیلول ډېر ارزښت لري.

په دغه اعلامیه کې جوته شوې چې دا مذاکرات هم باید یوې تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره چې د اسلامي اصولو پر بنسټ د جمهوریت د راژوندي کولو او د ټولو قومونو او بهیرونو په عادلانه ګډون سره د یوه منتخب نظام رامنځته کول وي. همداراز ټینګار شوی چې د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو، ماشومانو، معلولینو او لږکیو اساسي حقونه هم په راتلونکي حکومت کې خوندي شي. دغې شورا له خلکو غوښتي چې د «کورنۍ استبداد، تیري او بهرني اشغال» په وړاندې «ستونزمن او اوږدمهال مقاومت» ته ځانونه چمتو کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملي مقاومت عالي شورا له ملګروملتونو سازمان او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د طالبانو یو اړخیز او د ملي یووالي ضد حکومت چې په هغې کې قومونو، ښځو، مذاهبو او رسمي ژبو ته پام نه دی شوی او نیمايي غړي یې د ملګروملتونو سازمان او د نړۍ د ځینو هېوادونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، په رسمیت ونه پېژني. دغې شورا پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه کړې ترڅو دوی د یوه ټول ګډونه حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي.

په پوځي برخه کې، د ملي مقاومت عالي شورا خبرداری ورکړی که طالبان سیاسي حل لارې ته غاړه کېنه ږدي، دا شورا اړ کېږي چې پوځي لاره غوره کړي او مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي. د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا همداراز د یوه حقیقت موندونکي پلاوي د جوړېدو غوښتنه کړې چې د اسلامي جمهوري نظام د ناڅاپي سقوط لاملونه وڅېړي او هغه کسان چې په دغه له شرمه ډکه معامله کې یې لاس درلود، په ګوته او د ملي خاینانو په توګه یې خلکو ته وروپېژني.

طالبان: «ورستو شویو څېرو خپل امتحان ورکړی دی»
خو طالبان ددغې شورا د اعلانېدو او پروګرامونو په غبرګون کې وايي چې جګړه پای ته رسېدلې او نور باید څوک د خلکو او هېواد امنیت ګډوډ نه کړي. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ۸صبح ته وویل چې دا ورستې څېرې امتحان شوې دي. د کریمي په وینا، خلک ویښ شوي او د ګډوډۍ اجازه به ورنه کړي. هغه زیاته کړه: «ددې ګنجایش نشته چې نور خبرې وشي چې نه معقولې دي نه منطقي او نه عملي اړخ لري. موږ هیله من یوو چې دوی پر خپلو کړنو له سره غور وکړي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.»

بلال کریمي ټینګار کړی چې طالبانو په هېواد کې د جګړې تراژيدی حل کړې او د فتنې لاملونه یې له منځه وړي دي. هغه دغو کسانو ته په خطاب کې وویل چې په تېرو شلو کلونو کې له دې وګړو سره امکانات وو او د نورو هېوادونو ملاتړ یې هم له ځان سره درلود، ونه توانېدل چې کوم کار وکړي. اوس هم د کریمي په باور، دغه سیاستوال کوم کار نه شي کولای او خلک هم خبر شوي دي. د طالبانو دغه ویاند خبرداری ورکړ که څوک د امنیت ضد کړنې ترسره کړي، له منځه به یووړل شي.

له بلې خوا، هېوادوالو هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت عالي شورا د اعلامیې په وړاندې غبرګون ښودلی او په خپله دا څېرې یې د ماتې لامل بللې دي. یو شمېر هېوادوالو ویلي چې ددغې شورا یو شمېر غړو، د محمد اشرف غني په حکومت کې مهمې دندې لرلې، خو هېڅ کار یې ونه کړ او د طالبانو په راتلو سره له هېواده ووتل.

د مخکیني حکومت په وروستیو ورځو کې، مارشال عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور د هېواد په شمال کې د جګړې مشري پرغاړه لرله. دغه کسان مزارشریف ته په لومړیو ورځو کې د جګړې د مشرۍ په موخه ورغلل خو بلخ سقوط وکړ او دوی ازبکستان ته شاتګ وکړ. محمد محقق هم په سیاسي او امنیتي چارو کې د تښتېدلي ولسمشر سلاکار و. له بلې خوا، دغو کسانو په ځلونو ویلي چې افغانستان د یوې معاملې په پایله کې د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

مخکینی حکومت د زمري میاشتې په ۲۴مه نېته د طالبانو له خوا سقوط وکړ. محمد اشرف غني د کابل دروازو ته د طالبانو په رانږدې کېدو سره، له افغانستانه وتښېده. د رپوټونو له مخې، هغه د تېښتې پرمهال ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي دي، خو دا خبر د غني له خوا رد شوی دی. هغه له تېښتې څو ساعته وروسته، له هېواده د وتلو لامل د وینو توېېدو او د کابل د ورانۍ مخنیوی وباله.

Back to top button