طالبان: د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د توغندیو توغول د شریرو کړیو کار دی

۸صبح، کابل: افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د توغندیو توغول د شریرو کړیو کار دی، چې غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.

د طالبانو مشر ویاند ذبیح‌الله مجاهد چهارشنبه د چنګاښ پر ۱۵ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې شریرې کړۍ په دا ډول کړنو غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ بې اعتمادي رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې هڅه کوي دا «جنایتکاران» ونیسي او سزا ورکړي.

مجاهد ویلي: «ازبکستان ته یو ځل بیا په دې برخه کې ډاډ ورکوو.»

ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې دواړه هېوادونه ښې اړیکې لري.

د نوموړي په خبره، دا ډول کړنې د هغو کړیو کار دی، چې غواړي د دواړو هېوادونو اړیکو کې ستونزې جوړې کړي.

بلخي ټينګار کړی، چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد خلاف وکاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا توغندي سه‌شنبه د چنګاښ پر ۱۴ په ځايي وخت د مازیګر ۴:۳۰ بجې توغول شوي دي. یاد وزارت ویلي، چې دې پېښې مالي او ځاني زیان نه دی اړولی.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا منلی نه دی.

ورته لیکنې

Back to top button