طالبان: د دیني عالمانو وژل د فاسدو عناصرو کار دی

۸صبح، کابل: طالبان په کابل کې د سلفي علماوو د رییس د وژلو په غبرګون کې وایي، چې د دیني عالمانو وژل د فاسدو کسانو کار دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۳ د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې د دیني عالمانو وژل د فاسدو عناصرو کار دی، چې غواړي د مسلمانانو ترمنځ فتنه او بدګوماني رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه: «شیخ صاحب سردار ولي له اسلامي امارت سره بیعت کړی و او له امارت سره یې مخالفت بغاوت باله او د فتنه ګرو مخالف و.»

مجاهد جوته کړې ده، چې د دغو پېښو عاملان به ونیول شي.

د سلفي علماوو رییس او د جلال اباد ښار د نارنج باغ مدرسې رییس شیخ سردار ولي ثاقب چهارشنبه د چنګاښ پر ۲۲ ناوخته په کابل ښار کې د ناپېژانده کسانو له خوا ووژل شو.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

Back to top button