د امریکا له کانګرسه د طالبانو غوښتنه: د افغانستان مالي شتمني آزاده کړئ

۸صبح، کابل: د طالبانو د چارسمبالي حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي، د امریکا د کانګرس استازو ته د یوه لیک په لېږلو سره، د هغه هېواد د کانګرس له غړو غوښتي چې د افغانستان بندې شوې پیسې آزادې کړې.

هغه په دې لیک د کانګرس استازو ته لیکلي چې د اقتصادي بندیزونو لګول او د امریکا د حکومت له خوا د افغانستان د پیسو بندول، د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف دي.

امیر خان متقي د خپل لیک په یوه برخه کې لیکلي: «د دوحې تړون په راتلونکي کې د دوو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکي اټکل کوي. موږ باور لرو چې د دوحې تړون پوره اجرا کول، د دولت او اولس ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانیزي او دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د مخکیني ولسمشر له غیرمسوولانه تېښتې وروسته، د طالبانو ځواکونه د قدرت د تشې او ګډوډیو د مخنیوي لپاره کابل ته د ننه شول او د طالبانو حکومت د یوه خپلواک دولت په توګه د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د ټینګښټ غوښتوونکی دی.

همدارنګه هغه زیاته کړې ده، د حیرانتیا ځای دی چې د افغانستان د «نوي دولت په اعلان» سره، د امریکا دولت د افغانستان بانک پر شتمنيو بندیزونه لګولی او د افغانانو اساسي مسله «مالي امنیت» دی چې لامل یې د افغانستان پر پیسو د امریکا لخوا بندیزونه لګول دي.

متقي د خپل لیک په یوه برخه کې لیکلي: «موږ باور لرو چې دواړه خواوې په راتلونکي کې د اړیکو لرلو ښه فرصت لري او له تېر وخت څخه باید درس واخلو. په داسې حال کې چې موږ د مثبتو اړیکو ښه فرصت لرو ، له بندیزونه او فشارونو کار اخیستل د اړیکو له ښه کولو سره مرسته نه شي کولای.»

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست خبرداری ورکړی چې که د افغانستان مالي سرچینې آزادې نشي، د افغانستان دولت او خلک به له ستونزو سره مخ شي او دا کار به په نړۍ او سیمه کې د کډوالۍ د زیاتوالي لامل شي چې په نړۍ کې د انساني او اقتصادي ناورین لامل کېږي.

امیر خان متقي د افغانانو له خطرناک وضعیت او د ژمي په موسم کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، د امریکا له دولته غوښتي چې د افغانستان بانک سرچینې آزادې کړي او زموږ له حسابونو دې بندیزونه لیرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، د ملي پیسو د ارزښت په کمېدو سره، د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو، بې وزلۍ او وزګارۍ سره، افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

د امریکا د مالي چارو وزارت پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اعلان وکړ چې طالبان به په دې هېواد کې د افغانستان بانک ۱۰ میلیارد ډالري پانګو ته لاسرسی ونه لري.

ورته لیکنې

Back to top button