ترکیې ته د طالب پلاوي سفر؛ چاووش اوغلو: افغانستان کې د یووالي لپاره دې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ترکیې تللی. دغه پلاوي د پنجشنبې پر ورځ د تلې پر دوه‌ویشتمه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اغلو سره لیدلي دي.

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې چاووش اوغلو د دغې لیدنې وروسته په خبري کنفرانس کې خبرې وکړې.

اوغلو ویلي، له طالبانو سره په کتنه کې ټينګار وشو، چې افغانستان کې د یووالي په موخه دې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي. د نوموړي په خبره، په دولت کې دې د طالبانو ترڅنګ ټولې قومي او مذهبي ډلې وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې ناسته کې وویل: « پلاوي تېره شپه د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره تر لیدنې وروسته ترکیې ته د سفر غوښتنه وکړه.»

چاووش اوغلو ویلي، د دغو اطلاعاتو له ترلاسي وروسته یې په «ورورولۍ» خپل نظر وړاندې کړ.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تر ننه نړیوالۍ ټولنې ته له طالبانو سره د تعامل په هکله توضیح ورکړې، د نړۍ هېوادونه پر دې پوه شوي او اوسمهال یا په بې‌پرې توګه یا هم په مغرضانه توګه له طالبانو سره اړیکې لري.»

چاووش اوغلو د ستونزې د هواري لپاره د تعامل په چوکاټ کې د اړینو بشردوستانه مرستو پر لېږد ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې د پاکستان له لارې د بشردوستانه مرستو ۳۳ ټني مرستو جوپه افغانستان ته لېږلې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان اقتصاد نباید وپرځي. هغه زیاته کړه: «هغو هېوادونو چې د افغانستان پیسې په بهر کې کنګل کړي، باید د حقوقو د ورکړې له اړخه دې ډېر انعطاف ولري.»

نوموړي زیاته کړه، که افغان کډوال وغواړي خپل هېواد ته لاړ شي، خپل ټول ملاتړ به ترې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، یو ځل بیا یې له طالبانو سره د نجونو د زده‌کړو او د هغو د اشتغال په اړوند خپلې توصیې شریکې کړې دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې له امریکايي او اروپايي ډيپلوماټانو سره په قطر کې مذاکرات کړي. په دې مذاکراتو کې طالبانو غوښتنه کړې، چې د افغانستان بانک پیسې دې ازادې شي، له دوې سره دې بشردوستانه مرستې وشي او له نوي حکومت سره دې تعامل وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button