پنجشېر کې د طالبانو خپلمنځي ناندرۍ؛ د خنج ولسوالۍ د استخباراتو مدیر ونیول شو

۸صبح، پنجشېر: له پنجشېر څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبانو د خنج ولسوالۍ لپاره د دغې ډلې د استخباراتو مدیر نیولی دی.

سرچینې دوشنبه د چنګاښ پر دیارلسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دا کس قاري حسیب الله حبیبي نومېږي او له یوې اوونۍ راهیسې بندي دی.

د سرچینو په وینا، قاري حسیب الله دمګړۍ کابل کې د طالبانو د استخباراتو ۴۰ ریاست کې بندي دی.

د یادونې وړ ده، چې پنجشېر کې د رخې ولسوالۍ د طالبانو پخوانی مدیر ملا شمس الله هم څو ورځې مخکې نیول شوی او تر اوسه نه دی ازاد شوی.

د سرچینو په وینا، نږدې ۱۵ پنجشېري طالبان په تېره یوه میاشت کې د طالبانو د استخباراتو په لاس نیول شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دغو نیونو کره دلایل نه دي روښانه؛ خو سرچینې وايي، چې دا کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button