طالبان: په کابل کې پر نشه یې توکو د اخته کسانو د درملنې مرکز ظرفیت درې برابره شوی

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې تر ټولو لوی مرکز ظرفیت، درې برابره ډېروالی موندلی.

د دې وزارت په اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په یوولسمه نېټه خپره شوه، راغلي چې مخکې په کابل کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې ترټولو لوی مرکز د زرو تنو د درملنې وړتیا درلوده، خو دې شمېرې اوسمهال درېیو زرو ته زیاتوالی موندلی.

طالبانو ویلي چې د دې مرکزونو د پراختیا کار به دوام ولري.

د دغه مرکزونو خوراکي او روغتیایي توکې د خصوصي شرکتونو له خوا برابرېږي.

تر دې مخکې داسې رپوټونه و چې طالبانو په کابل ښار کې یو شمېر پر نشه یي توکو اخته کسان په زور روغتیایي مرکزونو ته لېږي؛ هغه ځای ته چې له دوی سره ناسم چلند کیږي او درملنې لپاره یې له سختو لارو کار اخیستل کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button