کابل کې د مارشال فهیم پر کور د طالبانو یرغل: کور دې تر دوشنبې خالي شي

۸صبح، کابل: باوري سرچینې د کابل ښار کارته پروان سیمه کې د مارشال فهیم پر کور د طالبانو له یرغل څخه خبر ورکوي.

سرچینې جمعه د زمري پر یوویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د مارشال فهیم خپلوانو ته خبرداری ورکړی، چې د راتلونکې اوونۍ تر دوشنبې دې د هغه کور خالي کړي.

د سرچینو په وینا، دغه اقدام د طالبانو د درېیو لوړپوړو قوماندانانو له خوا شوی دی.

سرچینې جوتوي، چې دغه کسان غواړي د مارشال قسیم فهیم کور ځان ته غصب کړي.

د سرچینو د خبرو پر بنسټ، طالبانو څو ځله د مارشال قسیم فهیم له زامنو عقیل فهیم او ادیب فهیم څخه غوښتي وو، چې کابل ته ستانه شي؛ خو هغوی دا غوښتنه نه ده منلې.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button