طالبان او د ښځو اعتراضونه؛ راتلونکی لرلید څه ډول دی؟

فهیم ستوده

پر کابل د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د ښځو اعتراضونه پیل شول. له هغه وخت راهیسې ښځې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د پرېکړو او محدودویتونو پر لګولو اعتراض کوي. دا اعتراضونه په بېلابېلو موخو ترسره کېږي، د زده کړو او کار له حقه د فیض الله جلال او عالیې عزیزي تر خوشي کېدو.

د طالبانو خپلسرې ډزو هم د ښځو اعتراضونه لاپراخ کړي چې په تازه مورد کې تېره ورځ د هرات د ښځینه زندان د مدیرې عالیې عزیزي د بې درکه کېدو او د طالبانو له خوا د زینب عباللهي د وژل کېدو په وړاندې اعتراضي غونډه جوړه شوه.

دا اعتراضونه له هماغه پيله د ښځو له خوا ترسره او رهبري کېدل؛ خو په لومړیو څو اعتراضونو کې نارینه وو هم ګډون درلود. دا اعتراضونه له هغې وروسته چې د طالب ځواکونو له خوا په تاوتریخوالي سره وځپل شول، نارینه نور ترې تېر شول؛ خو ښځې بیا هم واټونو ته راووتې او خپلو اعتراضونو ته یې دوام ورکړ.

دا اعتراضونه په ډول ډول طریقو سره شوي دي. یو شمېر ښځې او نجونې واټونو ته راوځي او شعارونه ورکوي، ځینې بیا په یوه ځای کې راټولې او په اعتراضي غونډو سره خپلې غوښتنې مطرح کوي. یوه له خپل ورور سره ویډیو اخلي او وايي چې زه خپله اراده، وجدان او اخلاق لرم او خپلواکه یم او دوې خویندې هم د برقعې په اغوستلو اعتراضي شعر لولي. یوه پر واټ نارې وهي چې ولیدل او ومنل شي او بله بیا د خیاطۍ کار ځای په داسې شرایطو کې پرانیزي چې ډېری دا ډول کارونه په ټپه درېدلي دي ترڅو خپل حضور او اغېزمنتیا ثابته کړي.

دا ټول اعتراضونه پر ښځو د محدودیت لګولو په وړاندې غبرګون دی. دا محدودیت بېلابېل اړخونه لري چې هر یوه یې یو ډول اعتراض رامنځته کړی دی.

ښځې له دولتي کاري بهیره حذف شوې؛ لکه څنګه چې ځینې توکمونه هم له دا ډول برخلیک سره مخ شوي. په واک کې د ښځو حضور په یوه شپه او په آسانۍ نه دی ترلاسه شوی. دا حضور په پراخو مبارزو سره رامنځته شوی دی. له همدې امله، ښځې نه غواړي هغه څه چې په سختۍ یې ترلاسه کړي، په آسانۍ له لاسه ورکړي.

د دولت په منځنۍ او آن ټیټه کچه کې هم ښځې ونډه نه لري. له یوې دوو ادارو پرته، په نورو بنسټونو کې ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې. له ښځو د زده کړو حق هم ترې اخیستل شوی. له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي او د پوهنتونونو وضعیت هم ناڅرګند دی. پر تلویزیونونو د ښځو د تصویرونو د خپرېدو په وړاندې هم کړنلاره صادره او پر ورزش یې هم محدودیت ولګول شو.

آن د ښځینه حمامونو په اړه تصمیم ونیول شو او محدودیت پرې لګول شوی دی. که د طالبانو له خوا د ښځو ټول حقونه بیان کړو، که هغه په مستقیم ډول ضایع شوي او یا په غیرمستقیمه توګه تر اغېز لاندې راغلي یو اوږد لېست به جوړ شي.

د ښځو له اعتراضونو سره د طالبانو مخ کېدل

ښايي پر هېواد د طالبانو د پوځي واکمنۍ لومړی اعتراض، د کابل په هوايي ډګر کې د تېښتې په حال کې ښځو او نجونو له خوا د «سرزمین من» سندرې زمزمه کول و. دا اعتراض ښايي یوازینی اعتراض وي چې په پرانیستې فضا کې ترسره شو، خو ونه ځپل شو؛ له دې امله چې د طالبانو لاس نه ورته رسېده. له هغې وروسته، د «مرګ پر پاکستان» شعارونو سره د طالبانو په وړاندې اعتراضي ناستې وشوې.

دا اعتراضونه د طالبانو پر پوځي واکمنۍ د نیوکو لامل شول. خو طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې، له شهرنو څخه تر وزیر اکبرخان، څلورمې کارتې او کارته پروان پورې ټول وځپل.

هغه خبریالان چې د اعتراضونو د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو، هم ووهل شول. یو ځل یې په یوه اعتراض کې یو شمېر مېرمنې په تلخونه کې بندي کړې؛ خو له هماغه ځایه یې اعتراض وکړ، عکسونه یې واخیستل او په ټولنیزو رسنیو کې یې ویډیوګانې خپرې کړې.

له هماغه پیل راهیسې تل د ښځو اعتراضونه ځپل شوي دي. وروستی مورد د کابل په واټونو کې له اعتراضي غونډو سره مخامخ کېدل و چې وځپل شوې او ښځې له واټ څخه تلخونې ته ولاړې او خپل اعتراض ته یې دوام ورکړ.

دغو موردونو ته په پام سره که په راتلونکي کې اعتراضي ناستې وشي، له ورته غبرګون سره به مخ شي. داسې ښکاري، یوازینۍ اعتراضي غونډه چې د طالبانو له خوا نه ځپل کېږي، هغه غونډې دي چې د دوی په ملاتړ او پر نړیوالې ټولنې د اعتراض لپاره ترسره کېږي. دا ډول چلند ښايي په راتلونکي کې د نورو اعتراضونو زمینه برابره کړي.

سربېره پر دې اعتراضونه کله په ډېر او ځینې وختونه په کم شدت سره ځپل شوي، هېڅکله د معترضینو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړ شوی؛ آن که دا غوښتنه په ښار کې د طالبانو له خوا د خپلسرو وژنو د مخنیوی لپاره هم وي. ښکاره بېلګه یې د ښځو د تېرې ورځې اعتراض او د برچي د اونچي د تلاشۍ په پوسته کې د طالبانو له خوا د زینب عبداللهي وژل کېدل دي چې وخت ورنه کړل شو او اعتراض کوونکې مجبورې شوې چې له واټونو بند ځای پناه یوسي. بالاخره دا چې طالبانو تل اعتراضونه ځپلي دي.

له اعتراضونو سره دا ډول چلند، هېچا ته ګټه نه رسوي. که طالبان د نړۍ د منلو وړ څېرې ښودلو په لټه کې وي، باید اعتراضونو ته درناوی وکړي او د معترضینو منطقي او عملي غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي. د لیکوال په اند تراوسه، ټول اعتراضونه او د ښځو غوښتنې منطقي او عملي دي. د ښځو پر کار د محدودیت لګول او د دوی په وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو تړل، د هېڅ سیاسي نظم لپاره نه ښايي.

که په هېواد کې پرمختیا او وده موجوده وي، په ناڅاپي توګه دا چاره شونې نه ده. هره ټولنه پرمختګ ته د رسېدو لپاره، مترقي زده کړې او کار ته اړتیا لري. د ښوونیزو مرکزونو او د کار بازار تړل او د ښځو په وړاندې سیاست کول، هېواد د پرمختګ له لارې راګرځوي. دا کار مخ پورته لامبو وهل دی. په داسې حال کې چې اسلامي نړۍ د ښځو د فعالیت لپاره لازیاتې زمینې برابروي، طالبان د محدودیتونو د لګولو په حال کې دي. دا محدودیتونه هېواد آن د درېیمې نړۍ له کاروانه هم راګرځوي.

راتلونکی لرلید

راتلونکی لرلید تیاره او ګونګ دی. د طالبانو چارسمبالی حکومت سره له دې چې پینځه میاشتې یې عمره تېرېږي، خو تراوسه یې د ښځو د حقونو د ورکړې په برخه کې هېڅ کام نه دی پورته کړی. ددې ترڅنګ چې د کورني او بهرني سیاست په بېلابېلو برخو کې یو لړ ستونزې شته، د ښځو مسله یوه کم اهمیته موضوع شوې ده. طالبانو هغه لاره خپله کړې چې د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې یې کچ کوله.

په ټوله تېره دوره کې یوه توجیه چې طالبانو د ښځو د زده کړو د حق په هکله مطرح کوله، د فضا نه مساعد والی و. اوس هم د ښځو د کار او هم د زده کړو په اړه هماغه توجیه مطرح کېږي. دغه ډول کړنلارې ته په پام سره، داسې ښکاري چې په راتلونکي کې به هم له عمومي برخو د ښځو حذفول او پر دوی د لازیاتو محدودیتونو لګول دوام وکړي چې دا چاره به د هېواد پرمختګ ډب کړي.

زموږ د ټولنې یوه اساسي ستونزه، دا ده چې لږ فکر کوو. خو دا ستونزه د ټولنې په وضعیت پورې جدي تړاو لري. اړتیا نشته چې زیات پېچلی بحث مطرح شي؛ په ساده دلایلو سره ښه پوهېدای شو چې څه باید وکړو. د بېلګې په توګه په هغه ټولنه کې چې ښځې په کور او پخلنځي کې بوختې وي او له رسنیو وغواړو چې په کور د دوی د پاتې کېدو په اړه پروګرامونه جوړ کړي، د کورنیو نارینه اړ کېږي چې د ټولې کورنۍ د خوړو او استوګنې غم وخوري. هغه نارینه چې ټول فکر یې د ډوډۍ په پیدا کولو کې وي، د نړۍ په مډرنې ټکنالوژۍ کې د فکر کولو وخت نه لري او په کور او پخلنځي کې راګیر مېرمنې د هېواد له پرمختګ سره هېڅ مرسته نه شي کولای.

ننې اړتیاوې، له ګېډې او سرپناه لوړې دي؛ که څه هم په اوسنیو شرایطو کې په تر ټولو اصلي اړتیاوو بدلې شوې دي. د ډوډۍ په پیدا کولو د نارینه وو بوخت کول او په پخلنځي کې د ښځو بوختیا، نه د هېواد لپاره اقتصادي پرمختګ راولي او نه هم نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسي لاره اواروي. له دې امله، طالبان باید د ښځو اعتراضونو او هر بل منطقي اعتراض ته مثبت ځواب ورکړي او له دغو اعتراضونو سره په مخامخ کېدو کې، وړاندې نظر وکړي.

نورې نړۍ ته وګوري، لومړۍ نړۍ، شتمنو هېوادونو، مخ پر ودې هېوادونو او ګاونډیو ته نظر وکړي.

طالبان له دغو اعتراضونو ښه ګټه پورته کولای شي. تر ټولو زیاته ګټه د تېروتنو موندل او د هغې اصلاح کول دي. یو سالم حکومت، بې له شکه د طالبانو په زیان نه دی. د بېلګې په توګه طالبان ددې پرځای چې پرونی اعتراض وځپي، له اعتراض کوونکو سره یې په نرمښت سره چلند کولای شوای. که دا ډول چلند وشي، د باارزښته ټولنیزې شتمنۍ په توګه کرار کرار باور رامنځته کولای شي. هر اعتراض، د یو لړ ستونزو له امله رامنځته کېږي نو غوره ده چې د ځپلو پرځای یې د بڼې موندلو په لاملونو فکر وشي او د ستونزې د لیرې کولو لپاره ګامونه پورته شي. پرته له هغې به د اعتراضونو راتلونکی تیاره او راتلونکې ټولنه لاتورتم وي.

اعتراض بد نه دی؛ یوه ارزښتناکه پانګه ده چې معترض او معترض علیه ته ګټه رسوي. د اعتراض غږ باید چوپ نه شي، ځکه ځپل د حل لاره نه ده.

ورته لیکنې

Back to top button