طالب د طالب پر وړاندې

لیکنه: حبیب حمیدزاده

په فاریاب کې طالبان په خپلو کې سره ونښتل. د پښتون او اوزبیک طالبانو ترمنځ نښته د یوه اوزبیک طالب قوماندان د نیولو په سر شوې ده او تر دې دمه د دواړو خواوو کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي. د لومړیو راپورونو له مخې، پښتون والي، امنیه قوماندان او نور مسوولان له مرکزه تښتېدلي او پښتانه طالبان پاتې او په ښار کې دننه بې وسلې شوې دي. تر اوسه د طالبانو د دغه اوزبیک قوماندان د نیولو لامل نه دی روښانه شوی.

په فاریاب کې رامنځته شوې ستونزه باید یوازې د اوزبیک طالب په نیولو خلاصه نه شي. دا مساله تر دې ژوره ده. دا مساله په افغانستان کې تاریخي ريښې لري. دا لومړی ځل نه دی، چې له دروني بلوا سره د افغانستان حکومتونه او دولتونه مخامخېږي. د افغانستان په پخوانیو حکومتونو کې ورته ډېرې پېښې شته.

د طالبانو فکري اساس یو دی. ډموکرات او منځلاري طالبان نشته. د هغوی اوزبیک، تاجیک، پښتون او نور غړي افغانستان ته له بهره راغلي دي. له دین څخه یوشان بنسټپالی لیدلوری لري. واقعیت دا دی، چې د اسلام په موضوع کې د طالبانو ټول غړي یوشان فکر او عمل کوي. د همدې لپاره په ښو او بدو د هغوی وېشنه سمه نه ده. د یو بل پر وړاندې د هغوی قیام هم د هېواد اوسنۍ ستونزه نه حل کوي، ځکه چې د دوی هېڅ حرکت د افغانستان د ملي او قومي ستونزې د هواري په موخه نه دی. له دې کبله، طالبان له ایډيالوژيک اړخه په ډېر کم توپير یو له بل سره یوشان دي.

خو ملي مسالې ته د طالبانو لیدلوری بېل دی. پښتانه طالبان چې په کومه کچه دیني بنسټپالنې ته ژمن دي، په هماغه کچه د «افغانیت» او «پښتونولۍ» فرهنګ ته هم شدید تمایل لري. د پښتنو طالبانو په نظر غیرپښتانه طالبان د «افغانیت» په نامه یو څه کم لري. له دې کبله پښتانه طالبان لکه څومره چې د هېوادنیو چارو اسلامي کولو ته ژمن دي، په هماغه کچه «افغانیت» ته هم دي. دا هغه څه دي، چې غیرپښتانه طالبان نه یوازې دا چې په اړه يې فکر نه کوي، ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې يې پر وړاندې وهم درېږي. د هېواد افغاني کول پر نورو د سلطې او قومي لارې شونې نه ده. د همدې لپاره طالبانو اوس تر ۹۵ سلنه زیات وزارتونه یوه قوم ته سپارلي دي او دې شمېرې ته نژدې د ولایتونو واک هم د دوی په لاس کې دی. خو د افغانستان ټولنې ته په کتو د دغې ایډيا د عملي کولو وخت نه ورکول کېږي. د فاریاب خلکو وسله وال اعتراض د هېواد د همدغه یوقوموالي پر وړاندې دی.

د طالبانو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتې او جګړې دا لومړی ځل نه دی. تېره اوونۍ دا ډله د بدخشان په درواز کې هم سره نښتې وه. په پنجشېر کې هم څو ځلې یو د بل پر وړاندې راپورته شوي دي. خو د فاریاب مساله متفاوته ده. د فاریاب پېښه وايي، چې طالبان له بحران او دروني شدیدو ستونزو سره مخ دي. دا هماغه څه دي، چې د نجیب، مجاهدینو او وروستي جمهوري دولتونه يې له دننه وپاشل. لکه د پخوانیو حکومتونو په شان د طالبانو اصلي ستونزه او بحران هم په قومي تضاد کې ده. د قومي او ټولنیزې بې عدالتۍ او تبعیض له کبله قومي تضاد د افغانستان له ایجاد څخه تر اوسه پورې د افغانستان په ملیتونو کې موجود و. اساسي ستونزه چې د فاریاب په شان ستونزې يې پيدا کړې دي، د ناعادلانه توزیع او د قدرت د غضب او انحصار له کبله راپورته شوې دي. له دې کبله د قومي بې عدالیتو له امله راپورته شوي اختلافات درزونه ژوروي. دا هغه څه دي، چې همدا اوس په فاریاب کې شوي دي. همدا اوس اوزبیک طالبان له فاریاب اوسېدونکو سره د یوې ډلې د واک غوښتنې پر وړاندې راپورته شوي دي. دا پېښه د نجیب پر وړاندې د دوستم قیام او د اشرف غني پر وړاندې د فاریاب اوسېدونکو د قیام په شان ده.

طالبانو د بریا په شور کې د هېواد اصلي ستونزې ته پام ونه کړ. دا ډله واک ته په رسېدو سره فکر کوي، چې هر څه پای ته ورسېدل او د دوی حکومت به ابدي وي. باید د افغانستان تېر ته پام وکړي. طالبان باید پوه شي، چې په کابل کې ډېر زورواکي او واکمنان قرباني او ښخ شوي دي. د افغانستان د کنټرول او مدیریت د یوې ډلې، یوه قوم او یوه ګوند د وس کار نه دی. یوازې په واقعي ګډون او د هېواد په سیاسي بنسټونو او جوړښتونو کې د افغانستان د ټولو قومونو او خلکو په حضور دا هېواد ثبات ته رسولی شي.

ورته لیکنې

Back to top button