تاجیکستان شېرخان بندر ته نږدې پوځي تمرینونه ترسره کړل

۸صبح، کندز: کندز کې ځایي سرچینې وایي، چې د تاجیکستان پوځ امام صاحب ولسوالۍ او شېرخان بندر ته نږدې پوځي تمرینونه ترسره کړل.
سرچینې نن سه شنبه د غویي پر ۲۷ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه تمرین یو ساعت دوام درلود.
د سرچینو په وینا، د طالبانو او د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته نه ده شوې؛ خو د سپکو او درنو وسلو غږونه له دغه پوځي تمرین څخه اورېدل شوي دي .
د ویلو ده، چې پنځه ورځې مخکې له خواجه غار ولسوالۍ د تاجیکستان پر خاورې ۷ راکټونه وتوغول شول. یوه ورځ وروسته داعش د دغې پېښې مسوولیت ومانه.
په وروستیو کې د طالبانو او تاجیکستان سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو په اړه راپورونه هم خپاره شوي دي.