د سویډن د نړیوالو همکاریو د پراختیا وزیر: افغانستان له اټکل وړاندې په چټکۍ د سقوط خواته روان دی

۸صبح، کابل: د سویډن د نړیوالو همکاریو د پراختیا وزیر خبرداری ورکړی، چې افغانستان له اټکل وړاندې په چټکۍ د اقتصادي او سیاسي سقوط خواته روان دی.

د سویډن د پراختیايي همکاریو وزیر پر اولسون فرید د شنبې پر ورځ د لړم پر لومړۍ له رویترز سره په خبرو کې ویلي: «زما اندېښنه دا ده، چې افغانستان د پرځېدو حالت کې دی او دا سقوط له هغه وړاندې چې فکر مو کاوه را روان دی.»

نوموړي زیاته کړه، افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو  تر ملاتړ لاندې دولت د پرځېدا او واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم دغه هېواد له ناورین سره مخ دی او ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

فرید ویلي، هېواد یې له افغان مدني ټولنو سره د لومړنیو توکو د برابرېدو په تړاو هڅې ډېروي او دا طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا نه دي.

نوموړي ویلي، سویډن به د طالبانو له لوري له افغانانو سره مرسته ونه کړي، دا دې لپاره چې هغوي بشري حقونه ته درناوی نه کوي.

هغه ویلي، اروپايي هېوادونه هوډ نه لري، په افغانستان کې خپل سفارتونه بیا پرانېزي او پر ځای به یې خپلې ډیپلوماټيکې استازولۍ په قطر کې خلاصې کړي.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره هممهاله ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانو په دغه هېواد کې د ناوړه اقتصادي او سیاسي وضعیت له امله د انساني ناورین خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button