اسټوارت لاو د کرېکټ ملي لوبډلې موقت روزونکی شو

۸صبح، کابل: د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د استرالیا ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی اسټورات لاو، د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د لوبلړۍ لپاره د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

کرېکټ بورډ ویلي، چې ښاغلی لاو اوس بنګله دېش ته رسېدلی او ډېر ژر به په رسمي توګه په درېیو یوه ورځنیو او دوو شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د افغان لوبډلې د روزونکي په توګه خپله دنده پیل کړي.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسټوارت لاو له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۹ کال پورې د نړیوال جام لوبو په ګډون، ۵۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي ټاکلو بهیر پيل شوی او ډېر ژر به دایمي روزونکی وټاکل شي.

Back to top button