تر اوسه په هېواد کې د کورونا له امله ۹۷ روغتیایي کاروکوونکي مړه شوي

۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان کې پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله ۹۷ تنه مړه شوي دي.

تر اوسه په روغتیایي کارکوونکو کې پر کورونا د اخته کېدو څلور زره او ۷۴۷ تایید شوې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال له فبرورۍ د تېرې زېږدیزې میاشتې تر درېيمې اوونۍ پورې په افغانستان کې اووه زره او ۵۳۹ تنه د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په دې موده کې د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۷۲ زره او ۲۰۵ تنه اعلان شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان انلاین سیسټم کې د ۲۰۲۰ کال له جنوري میاشتې راهیسې تر اوسه پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله مړینه اووه زره او ۶۵۴ تنه بلل شوې ده. په دغه سیسټم کې د اخته کسانو شمېر ۱۷۷ زره او ۱۱۶ تنه لیکل شوی دی.

په دې موده کې پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله د مړینې کچه ۴٫۳ سلنه وه.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر اوومې اوونۍ، د هېواد له عمومي لابراتوارونو د کووېډ – ۱۹ لپاره ۵۳۳ زره او ۱۵۶ بېلګې ازمویل شوې دي.

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو ۷ اوونیو کې لابراتوارونو کې د کووېډ – ۱۹ لپاره څلور زره او ۱۷۰ بېلګې ازمویل شوې، چې په دې منځ کې یو زر او ۶۰۱ بېلګې مثبتې وې. په دې موده کې ۴۳ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په دې موده کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر په سویل او ختیځو سیمو کې زیات ثبت شوی دی.

تر اوسه په هېواد کې څه دپاسه پنځه میلیون تنو د کورونا واکسین لګولی دی.

د ویلو ده، چې په هېواد کې د کورونا ازمایښت زمینه محدوده ده او همداراز ویل کېږي، چې ډېری مړینې نه ثبتېږي. په همدې توګه، د دې برخې د متخصصینو په باور، ښايي پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله د مړینې رښتینی شمېر تر ثبت شویو شمېرو زیاته وي.

ورته لیکنې

Back to top button