سراج الدین حقاني د «ځانمرګو بریدګرو» له کورنیو سره وکتل

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دوشنبې په ورځ، د تلې په شپږویشتمه نېټه، د ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره کتلي دي.

دا لیدنه په انټرکانتیننتل هوټل کې په یوه ناسته کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې حقاني وویل چې دغو «مجاهدینو او شهیدانو» ته درناوی لرو او هغوی د «اسلام او وطن اتلان» دي.

همدارنګه سراج الدین حقاني «ځانمرګي بریدګر» د «مومن ولس د اتلانو» په نامه یاد کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې د «شهیدانو» له آرمانونو دې له «خیانته» ډډه وشي.

هغه انځورونه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي، د سراج الدین حقاني څېره پکې پټه شوې ده. هغه د امریکا له خوا تر څار لاندې دی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست په توګه له ګمارل کېدو وروسته، د هغه د نیولو جایزه له پینځه میلیون ډالرو ۱۰ میلیون ډالرو ته زیاته شوې ده.

Back to top button