سراج الدین حقاني: که په رسمیت وپېژندل شو، چا ته ګواښ نه جوړېږو

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې په رسمیت نه پېژندلو سره امریکا د افغانستان پر ضد د دښمنۍ دروازې پرانیستې ساتي.

سراج الدین حقاني د شنبې په ورځ، د سلواغې په دویمه نېټه له الجزیرې سره خبرې کړې دي. هغه په دې مرکه کې ویلي، که د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي، چا ته به ګواښ نه جوړېږي.

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «امریکا د طالبانو له رسمیت پېژندلو په ډډه کولو سره، له افغانانو سره د دښمنۍ دروازې پرانیستې پرېږدي.»

دغه راز سراج الدین حقاني په تلویحي توګه په ډاګه کړې، چې امریکا په دې کار سره، د ځان پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښ دروازې پرانیستې پرېږدي.

هغه همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګریزه ډله یا سازمان نشته.

حقاني جوته کړې ده چې طالبان له امریکا سره د دوحې هوکړه لیک ته ژمن دي.

هغه زیاته کړې: «هغوی له موږ وغوښتل چې ډاډه شي، د افغانستان له خاورې پر چا برید نه کیږي او موږ ومنله او دې هوکړې ته ژمن یو.»

د هغه په وینا، امریکا هم باید د خپلو ژمنو پر بنسټ پر دې هوکړه لیک عمل وکړي.

هغه الجزیرې ته ویلي: «د موږ له رسمیت پېژندلو ډډه کوي، په داسې حال کې چې په غیر رسمي توګه یي له موږ سره چلند کړی او له موږ سره د نړیوالې ټولنې د تعامل خنډ ګرځي او دا د منلو وړ نه ده.»

حقاني د طالبانو لیکو ته د مخکینو امنیتي ځواکونو د بېرته راګرځېدو په اړه هم خبرې کړې دي. هغه وایي چې مخکیني امنیتي ځواکونه به د تقوا او وړتیا پر بنسټ په امنیتي برخو کې جذب شي.

له بلې خوا حقاني د هغو کسانو په اړه چې د طالبانو په لیکو کې په فساد او ناقانونه کارونو لاس پورې کوي، ویلي دي چې دغه کسان د طالبانو په امر عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل کیږي.

خو حقاني وایي چې اوس مهال د طالبانو په لیکو کې ددغه شان کسانو شمېر لږ دی.

د ویلو ده چې امریکا د سراج الدین حقاني د نیولو لپاره یو میلیون ډالر جایزه ټاکلې او نوموړی اوس هم د امریکا د فډرال پولیسو د تعقیب په لېسټ کې دی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې د حقاني له خوا مطرح شوې چې نړۍ د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د ټولشموله دولت جوړولو، د بشري حقونو له دې جملې د مېرمنو حقونو رعایتولو، له ترهګرۍ سره مبارزه او د القاعدې په ګډون له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو لپاره د طالبانو پر وړاندې شرطونه اېښي دي.

ورته لیکنې

Back to top button