سیګار: غني د غلا او د نظام د پرځېدو په اړه له مرکې ډډه وکړه

۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي، چې مخکیني ولسمشر اشرف غني له دغه بنسټ سره له مرکې ډډه کړې ده.

سیګار سه شنبه د زمري پر ۱۸ ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه مرکه د پیسو د غلا د اعاوو، د نظام د پرځېدو او نورو مواردو په اړه وه.

د سیګار په وینا، غني د دغه بنسټ د غوښتنې په ځواب کې منلي، چې مطرح شوې پوښتنې د خپل وکیل له لارې ځواب کړي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې ویلي، چې د اشرف غني وکیل له ۵۶ پوښتنو څخه ۶ پوښتنو ته ځواب ورکړی دی.

د حکومت له پرځېدو وروسته د زرګونه سرتېرو او جنګي ځواک په شتون کې د نظام د سقوط د څرنګوالي په تړاو ډېرې پوښتنې مطرح شوې دي، چې اشرف غني د مخکیني حکومت د لومړي کس په توګه تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورته ویلی.

ورته لیکنې

Back to top button