د زامنو ژوندي ساتلو ته د لوڼو پلور؛ فریبا: دوه لوڼې مې په ۶۰ زره افغانۍ وپلورلې

فراه کې یوې کورنۍ خپلې دوه لوڼې په ۶۰ زره افغانۍ پلورلې دي.

فریبا د فراه اوسېدونکې ده. هغه ۳۸ کاله عمر لري. نوموړې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د خپلو دوو زامنو د ژوندي ساتلو په موخه اړه شوه، چې خپلې دوه وړې لوڼې په ۶۰ زره افغانۍ وپلوري. د دې ښځې مېړه پر مخدره توکو روږدی دی. فریبا له خپلو اولادونو سره د ژمي سړې شپې او ورځې د فراه شپږمه ناحیه کې په یو کرايي کور کې تېروي. هغه کله کله د یوې مړې ډوډۍ پیدا کولو په موخه ګدايي کوي او کله هم د کمو پیسو په بدل کې د ګاونډیانو جامې وینځي؛ ترڅو خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

فریبا د طالبانو له سرپرست حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي. هغه وايي: «ما خپلې دوه لوڼې د دې لپاره وپلورلې، چې هېڅ مې نه لرل. که له موږ سره مرسته ونه شي، اړه یم خپل دوه زامن هم وپلورم. د خدای لپاره له موږ سره مرسته وکړئ. تاسې ګورئ چې بېوزله یم، هېڅوک او هېڅ شی نه لرم.»

توریالی او رازق د فریبا دوه واړه زامن دي، چې د کور لپاره د سونتوکو د راټولولو مسوولیت لري. هغوی له سهاره تر ماښامه د خپل کور ګرم ساتلو په موخه فراه ښار کې پلاستیکونه او لرګي راټولوي. دا دوه ماشومان که څه هم د خپلو دوو خویندو له پلورلو خبر دي؛ خو ځان ناچاره بولي. هغوی وايي: «کور کې هېڅ نه لرو. د شپې وږي ویده کېږو. هوا سړه ده، هېڅ نه لرو. له موږ سره مرسته وکړئ. مور مې خپلې دوه لوڼې وپلورلې. خپلو خویندو پسې خپه شوي یو. دلته شپه ډېره سړه وي، موږ هېڅ نه لرو. ښوونځي ته تګ مو خوښېږي، له موږ سره دې مرسته وشي.»

ورته مهال فراه کې مدني فعالان د افغانانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر بې باکۍ نیوکه کوي. فراه کې مدني فعال عبدالجبار جبران وايي، چې دې ولایت کې بېوزلي او فقر زیات دی، خو نړیواله ټولنه سر هم پرې نه ګرځوي. جبار زیاته کړه: «له بده مرغه فراه کې زیات شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي. ځينې کورنۍ خپل ماشومان پلوري. نړیواله ټولنه او مرستندویه ادارې دې افغانان نه هېروي او لاس نیوی دې یې وکړي.»

له دې وړاندې هم په هرات، غور او غزني کې د ماشومانو د پلور راپورونه خپاره شوي و، خو د طالبانو ځايي چارواکو دا د دښمنانو له لوري یوه شایعه بللې وه.

د یادولو ده، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته فقر او بیکاري زیاته شوې ده. د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې له ۹۰ سلنې زیات افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ورته لیکنې

Back to top button