هلمند کې د سړک غاړې پلورونکي: د لښکرګاه ښاروالۍ باج اخلي

هلمند کې پر واټونو د توکو پلورونکي په دغه ولایت کې د طالبانو د ښاروالۍ له لوري له پیسو ټولولو شکایت کوي او د دغې ادارې مسوولان پر باج اخیستلو تورنوي. هغوی وايي، ګټه یې کمه ده او نه شي کولای د ښاروالۍ میاشتنۍ کرایه ورکړي. په ګاډیو کې د توکو پلورونکي له طالبانو غواړي، چې د کرایې پرځای دې هغوی ته کاري زمینه برابره کړي.

احمد (مستعار نوم) د هلمند لښکرګاه ښار کې د سړک پر غاړه ګاډۍ لري. هغه په خپله ګاډۍ کې ترکاري پلوري. نوموړی وايي، په لښکرګاه ښار کې د وضع شوې مقررې له مخې اړ دی، د هر مترمربع ځمکې پر سر ۳۰۰ افغانۍ کرایه ورکړي. دا پیسې د ښاروالۍ له لوري راټولېږي او د دولت حساب ته لېږل کېږي. احمد زیاتوي، چې ښاروالۍ له هغوی په پیشکي ډول د شپږو میاشتو کرایه غوښتې او په خبره یې که دا پيسې ورنه کړي، ځای یې بل چا ته ورکول کېږي.

زلمی د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې لاسي ګاډۍ لري. هغه هم د ګاډۍ د ځای د کرایې له ورکړې بېوسي وښوده او زیاتوي، چې طالبان دې د خلکو زړونه وګټي، نه دا چې پر خلکو ظلم وکړي او په بېلابېلو پلمو له خلکو باج واخلي. نوموړی زیاتوي، چې ښاروالۍ له ګاډیوانانو د کرایې د اخیستلو په بدل کې هېڅ خدمات نه وړاندې کوي؛ په داسې حال کې چې د هغوی په خبره، دا پیسې د ښاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه له ګاډيوانانو ټولېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې لښکرګاه ښار کې سلګونه ګاډيوانان د ښار په بېلابېلو برخو کې په خپلو لاسي ګاډیو کې توکي پلوري او خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي.

پر دې سربېره هلمند کې کسبګر له طالبانو غواړي، چې پر هغوی د فشار زیاتولو پرځای دې هغوی ته کاري زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي؛ تر څو وکړای شي، چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. د هلمند ښاروالۍ تر اوسه د دغو ګاډيوانانو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

لښکرګاه کې د ښاروالۍ مسوولان له ګاډيوانانو د کرایې اخیستلو موخه د سړک غاړې کرایه بولي او وايي، چې دا امر د لوړپووړ چارواکو له لوري ورکړل شوی او ګاډيوانان دې د هغې ځمکې میاشتنۍ کرایه ورکړي. طالب مسوولان مني، چې هغوی یوازې ځمکه د ګاډيوانانو په واک ورکوي او نور خدمات ورته نه وړاندې کوي.

لښکرګاه کې د ښاروالۍ مسوولان له ګاډيوانانو د پیسو ټولولو تر څنګ د هلمند په چوک کې له کارګرو هم هره ورځ پيسې ټولوي. لښکرګاه ښار کې یو کارګر وايي، چې د ښاروالۍ مسوولان ترې د ورځې ۲۰ افغانۍ اخلي.

دغه کارګر یادونه کوي، چې هره ورځ کار نه وي او ان په هغو ورځو کې چې وزګار وي او کار یې نه وي پیدا کړی، اړ دی ښاروالۍ ته پیسې ورکړي. لښکرګاه ښار کې ګاډيوانان او کارګر داسې مهال د میاشتنۍ کرایه له ورکړې بېوسي ښيي، چې د هلمند د خلکو اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو ناوړه کېږي.

ډېری ګاډیوانان د ورځې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ افغانیو عاید لري او په خبره یې دا پیسې یې د کورنۍ اړتیاوې نه پوره کوي. هغوی د ښاروالۍ له لوري د پيسو ټولول پر کارګرو ظلم بولي او هیله لري، چې ښاروالۍ دې هغوی د دغو پیسو له ورکړې معاف کړي. د لښکرګاه ښاروالۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو د بېوزلۍ کچه لوړېږي. د خوړو نړیوال سازمان مسوولانو ویلي، چې دمګړۍ له ۹۰ سلنې ډېر افغانان د خوړو له خوندیتوبه بې برخې دي. د دغه بنسټ مسوولانو په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې لپاره د نږدې ۲۰۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښاروالۍ په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو د عوایدو په راټولولو تمرکز کړی دی. له دې وړاندې د کابل لیسه مریم کې له هغو ګاډيوانانو سره چې د ماليې له ورکړې یې سرغړونه کړې، د ښاروالۍ کارکوونکو له ناوړه چلن څخه سر ټکولی وو.

د دې تر څنګ څه موده وړاندې طالب مسوولانو د کابل ښار پامیر سینما سیمه کې د ګاډيوانانو غرفې د کرایې د نه ورکړې له کبله مهرولاک کړې وې. د دغو غرفو خاوندانو له ۸صبح ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي و، چې د وضع شوې کرایې د ورکړې وس نه لري او له همدې کبله یې غرفې ورته مهرولاک کړې دي.

ورته لیکنې

Back to top button