رویټرز: نړیوال بانک یونیسف او «WFP»ته د افغانستان ۲۸۰ میلیون ډالرو کنګل شویو مرستو له لېږدولو ملاتړ کوي

۸صبح، کابل: سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د نړیوال بانک پلاوی دوو مرسته رسوونکو سازمانونو ته د افغانستان د کنګل شویو ۲۸۰ میلیون ډالرو مرستو له لېږدولو ملاتړ کړی.

د مالوماتو پربنسټ، دا پیسې د خوړو نړیوالې برنامې «WFP» او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندق د «UNICEF» حسابونو ته لېږل کیږي.

د دې کار موخه، افغانستان سره د انساني ناورین پر وړاندې د مبازرې لپاره مرسته ده چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو سره رامنځته شوی دی.

په همدې حال کې، رویټرز ویلي چې دا کار د افغانستان د بیا رغونې وجهي سازمان«ARTF» د ۳۱ ملاتړ کوونکو تاییدۍ ته اړتیا لري.

ټاکل شوې چې د دې صندق غړي د جمعې په ورځ، د لیندۍ په دوولسمه نېټه، له یو بل سره وګوري او خبرې اترې وکړي.

تر دې مخکې رویټرز ویلي و چې د نړیوال بانک مسوولین د سه شنبې په ورځ، د لیندۍ په نهمه نېټه، د دې صندق له مسوولینو سره افغانستان ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو انسان دوستانه مرستو د لېږدولو په اړه په غیر رسمي توګه خبرې کړې دي.

په دې صندق ټولې شته مرستې ۱.۵ میلیارده ډالر دي چې تر اوسه افغانستان د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو له امله، هغه ته لاسرسی نلري.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت او سپینې ماڼۍ تر اوسه د نړیوال بانک د دې کار په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو، اعلان کړی چې ارزي سرچینې او همدارنګه افغانستان ته شته مرستې یې تړلې دي.

که څه هم طالبانو تراوسه څو ځله هڅه کړې ده چې دې مرستو ته لاسرسی ومومي، خو تراوسه یې د امریکا او نورو مرسته کوونکو بنسټونه څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

Back to top button