پنجشېر کې د طالبانو پر پوستې د مقاومت جبهې برید؛ د مقاومت جبهې یو کس او ۴ طالبان ووژل شول

۸صبح، پنجشېر: پنجشېر کې ځایي سرچینې وایي، چې د مقاومت جبهې ځواکونو د دغه ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې پر دواب پوستې برید کړی.

یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دغه برید دوشنبه د غویي پر ۲۶ وشو او په پایله کې د مقاومت جبهې یو غړی او د طالبانو څلور پوځیان ووژل شول.

د سرچینې په وینا، د مقاومت جبهې ځواکونو له دغه برید وروسته، د دواب پوسته هم د کابو ۴۰ دقیقو لپاره ونیوله او وروسته یې پوستې ته اور ورته کړ. سرچینې زیاته کړه، چې د مقاومت جبهې د طالبانو څو میله وسلې او پوځي توکي له ځان سره وړي دي.

طالبانو او د مقاومت جبهې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې له څو ورځو راهیسې د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتو دوام درلود. خو تازه طالب ځواکونو له درې ولسوالۍ څخه شاتګ کړی او د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته تللی دی.

ورته لیکنې

Back to top button