کاپیسا کې د طالبانو پر یوې پوستې د مقاومت جبهې برید؛ طالبانو د کورونو پلټنې پیل کړې

۸صبح، کاپيسا: مقاومت جبهه وایي، چې د دغې جبهې ځواکونو په کاپیسا کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د مقاومت جبهې یوه غړي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دوشنبه د غبرګولي پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې دغه برید تېره شپه د حصه اول ولسوالۍ اړوند کلالان کلي کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.

که څه هم د دې نښتې د تلفاتو د کره شمېرو په اړه معلومات نشته؛ خو د سیمې اوسېدونکي وایي، چې له دغه برید وروسته طالبانو دوه امبولانسه مړي او ټپیان د پنجشېر روغتون ته ولېږدول.

په همدې حال کې ولسي سرچینې وایي، چې طالبانو د تېرې شپې له برید وروسته د حصه اول ولسوالۍ اړوند «قصاب ها» سیمه کې د کورونو پلټنې پیل کړې دي.

طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ هم د مقاومت جبهې ځواکونو د طالبانو پر یوې پوستې برید وکړ او دغې ډلې ته یې تلفات واړول.

ورته لیکنې

Back to top button