تورخم کې د خبریالانو د وهلو ټکولو په تړاو راپورونه

۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې د طالبانو پوله‌ساتو ځواکونو تورخم کې ځینې خبریالان وهلي ټکولي دي. په دې وروستیو ورځو کې تورخم ته یو شمېر زیات کسان پاکستان ته د تللو په خاطر راټول شوي دي.

طلوع نیوز ویلي، ختیځه حوزه کې د دغې شبکې خبریال صداقت غورځنګ تورخم ته د راپور جوړونې په موخه تللی و. د نوموړې شبکې په خبره، دغه خبریال هلته وهل شوی دی.

غورځنګ ویلي، تورخم ته له تللو مخکې همغږي شوی وه، خو طالب پوله‌ساتو ځواکونو وهلی ټکولی، کمره او د خبریالۍ نور توکي یې سیند ته غورځولي او مبایل یې ورته مات کړی دی.

د طلوع نیوز د راپور له مخې غورځنګ ویلي: «د تورخم د کمیسارۍ سره له خبرو وروسته، د دغې کمیسارۍ له یوه ساتونکي سره د راپور جوړولو په موخه تورخم دروازې ته لاړم. هلته د پوله‌ساتو له خوا له څه پرته وګواښل شو، کمره او نور توکي یې راته سیند ته واچول، زه یې د څو شیبو لپاره په کمیسارۍ کې وساتلم او مبایل یې راته مات کړ. تراوسه د کمرې په اړه خبر نه یم.»

طلوع‌نیوز له اړوندو ادارو غوښتي، دا پېښه په جدي توګه تعقیب کړي.

ویل شوي، یو بل خبریال هم په تورخم کې وهل شوی دی.

طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم د خبریالانو د وهلو ټکولو راپورونه ورکړل شوي دي. د تېرې اوونۍ د پنجشنې پر ورځ کابل کې ځينې خبریالان وهل ټکول شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button