د کابل شمال کې د برېښنا د ویجاړې شوې پایې د روغونې چارې بشپړې او برېښنا بیرته ونښلول شوه

۸صبح، کابل: د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، د کابل شمال قلعه مرادبیک سیمه کې د برېښنا د الوزول شوې پایې د رغونې چارې بشپړې شوې دي.

د برېښنا دغه پایه د پنجشنبې پر شپه د تلې پر اته ویشتمه د چاودنې له کبله ویجاړه شوه. ویل شوي د دغې پایې د ویجاړېدو مسوولیت داعش منلی دی. د دغې پایې له ویجاړېدو وروسته د کابل او ځينو نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده.

برېښنا شرکت د شنبې پر ماښام د دغې پایې د یوه سرکت د نښلېدو خبر ورکړی و.

نوموړي شرکت د یکشنبې پر ورځ د لړم پر دویمه اعلان وکړ، چې د دغې پایې د رغونې چارې بشپړې شوې دي.

د برېښنا شرکت د اعلان له مخې د دغې پایې له رغونې وروسته د ازبکستان وارداتي برېښنا د کابل او نورو ولایتونو د برېښنا شبکې سره ونښلول شوه.

برېښنا شرکت ویلي، طالب ځواکونه هڅه کوي د دا ډول کړنو عاملان پېدا او مجازات کړي.

د پېښې په تړاو د درییو کسانو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button