د رئال او بارسا لوبه؛ د فوټبال کومه لوبډله به د اسپانیا د سوپر کپ پایلوبې ته لاره ومومي؟

۸صبح: د رئال مادرید او بارسلونا د فوټبال لوبډلې د اسپانیا د سوپرکپ په نیمه پایلوبه کې د سعودي عربستان په پلازمیني ریاض ښار کې ترسره کېږي، دوی د لومړي ځل لپاره له اسپانیا بهر رسمي لوبه کوي.

ټاکل شوې دا لوبه نن شپه د افغانستان په وخت په ۱۱:۳۰ د عبدالله په کینګ لوبغالي کې پیل شي او څه د پاسه دېرش زره تنه د لوبې د کتلو لپاره ورځي.

ال کلاسیکو په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې رئال لوبډله د خپلې سیالې لوبدلې بارسلونا په پرتله غوره وضعیت لري. دغه لوبډله د لالیګا د نوملړ په سر کې ده او په وروستیو اتلسو لوبو کې یې یوازې یو ځل ماته خوړلې ده.

کریم بنزما، وینسیوس جونیور، کاسمیرو، کروس او مودریج په رئال کې د غوره لوبو له امله تل دا لوبډله د بري پولې ته رسولې ده.

رئال مادرید لوبډله

له بلې خوا، د ګري ژاوي هرناندز په مشرۍ بارسلونا لوبډله، په وروستیو ورځو کې ښه ځلېدلې، خو دا لوبډله تراوسه د اسپانیا د لالیګا په جدول کې شپږم ځای لري.

د اټکلونو له مخې، ښايي ژاوي د نن شپې په لوبه کې د لومړي ځل لپاره له انسوقاتي، فران، تورس او پدري ګونزالس څخه په یو وخت کار واخلي.

په وروستیو اوونیو کې د بارسا د ژوبلو شویو لوبغاړو شمېر زیات و، له همدې امله د بارسا لوبډلې لوبډلمشر مجبور شو چې مهمو لوبو لپاره د دوهمې لوبډلې لوبغاړي وروغواړي.

بارسلونا لوبډله

په بارسلونا لوبډله کې تر ډېره ځوان لوبغاړي لوبېږي. ټاکل شوې ددغه لیګ د نیمه پایلوبې دوهمه لوبه سبا شپه د اتلتیک مادرید او اتلتیکو بیلباوو ترمنځ ترسره شي. ټاکل شوې ددې او بلې لوبې ګټونګي په وروستۍ لوبه کې سره سیالي وکړي.

د ویلو ده چې په پینځو وروستیو لوبو کې رئال څلور ځله ګټوونکې شوه او یو ځل یې هم لوبه په مساوي توګه پای ته ورسوله.

د ال کلاسیکو د تاریخ په ټولو رسمي لوبو کې، دوې سیالې لوبډلې ۲۴۷ ځله سره لوبېدلې چې ۹۹ ځله رئال مادرید او ۹۶ ځله بارسلونا ګټونکې شوې ده. دواړو لوبډلو ۵۲ نورې لوبې مساوي پای ته رسولې دي.

په دې لړ کې، په رسمي او دوستانه لوبو کې بارسا زیاتې لوبې ګټلې دي.
دا لوبې په خلکو کې د بارسلونا او رئال مادرید د محبوبیت او د اسپانیا ددغو دوو لوبډلو ترمنځ د لرغونو سیالیو له امله، په «El Clasico» شهرت لري او په ټوله نړۍ کې میلیونونه وګړي دا لوبې ګوري.

له لوبې مخکې د دواړو لوبډلو د لوبډلمشرانو کتنه

له دې مخکې، دا لوبې په بارسلونا کې د لیونل مسي او په رئال مادرید کې د کریستیانو رونالدو د ګډون له امله له زیات حساسیته برخمې وې.

د ال کلاسیکو لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې ددغو دواړو لوبډلو پلویان وروستیو شرایطو او ستونزو ته په پام سره له ستونزمن وضعیت سره مخ دي.

په اوسني وخت کې په افغانستان کې هېڅ ورزشي رسنۍ فعالیت نه لري او یوازې لږ شمېر کورنۍ رسنۍ دا لوبې خپروي.

Back to top button