قریشي: طالبانو ډاډ راکړ چې د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د آزادۍ بښوونکي پوځ غړو ته د پاکستان پرخلاف د فعالیت اجازه نه ورکوي

۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پنجشنبې په ورځ د تلې په ۲۹مه نېټه کابل ته د خپل یوه ورځني سفر پایلې په خبري ناسته کې اعلان کړې.

قریشي وویل، د افغانستان مشرتابه پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې ددې هېواد له خاورې د پاکستان پرخلاف کار واخلي.

د هغه په وینا، طالبان د افغانستان له خاورې د پاکستان پرخلاف د بلوچستان آزادۍ بښوونکي پوځ او د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې له افغانستان سره پینځه میلیارد کلدارې بشردوستانه مرستې برابروي.

د هغه په وینا، که افغانستان روغتونونو، درملو یا بل لومړیتوب لري، له اسلام آباد سره به یې مطرح کړي او پاکستان دغو بشردوستانه مرستو ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو د موقت دولت مشرتابه له دې امله چې اسلام آباد په سختو شرایطو کې ورسره مرسته کړې ترې مننه کړې.

هغه د افغانستان وضعیت د تېرېدو په حال کې پړاو بللی او ویلي یې دي چې پاکستان په دې وخت کې هر ډول رول لوبولولو ته چمتو دی.
ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د طالبانو یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

شاه محمود قریشي وویل چې د طالبانو مشرتابه له کاسا زر، د تاپي د ګازو له نل لیکې او د رېل لارې پروژو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

قریشي همداراز څرګنده کړه چې له افغانستان سره د پاکستان پولې د څلرویشتو ساعتونو لپاره پرانیستل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشبنې په ورځ ددغه هېواد له بېلابېلو بنسټونو څخه یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی. هغه په ارګ کې د طالبانو له رییس الوزرا ملامحمد حسن آخوند سره وکتل.

Back to top button