د بشر حقونو په شورا کې د قطر استازې په افغانستان کې پر ملي پخلاینې او هوکړې ټینګار وکړ

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د شورا په ناسته کې د قطر استازې جواره السویدي ویلي، چې د افغانستان په کور دننه هوکړې او ملي پخلاینې لپاره باید هڅې وشي.

هغې همداراز ویلي، چې د نجونو ښوونځیو تړل کېدل د افغانستان پر پراختیا، بشري حقونو او اقتصاد منفي اغېز کوي.

قطري رسنیو یکشنبه د چنګاښ پر ۱۲ د السویدي د بیانیې په حواله لیکلي، چې هغې ویلي د نجونو په اړه د طالبانو کړنلاره منفي تاثیرات لري او همداراز يې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

‎هغې یادونه کړې، چې په افغانستان کې د انساني بحران په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او نجونو په برخه کې د تاثیراتو د کمولو لپاره لازمو تدابیرو ته اړتیا ده.

اغلې السویدي همداراز په افغانستان کې پر ملي پخلاینې او هوکړې ته پر رسېدو ټینګار کړی دی.

د نجونو د زده کړو په اړه د جواره السویدي په بیانیه کې راغلي: «دا اقدامات به په افغانستان کې پر بشري حقونو، اقتصاد او پراختیا منفي اغېز ولري.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او همداراز په څو جبهو کې پر جنګ بوخت دي.

ورته لیکنې

Back to top button