د کابل هوايي ډګر د پرانېستلو په تړاو د قطر او ترکیې ژمنه: په ګډه کار کوو

۸صبح، کابل: ترکیې او قطر ژمنه کړې، چې د کابل هوايي ډګر د پرانېستلو په تړاو به په همغږۍ کار کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا خبره د دوشنبې پر ورځ د لیندۍ پر شپاړسمه قطر ته د خپل سفر پر مهال کړې ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چې دې سفر کې له اردوغان سره ملګری دی د کابل هوايي ډګر د پرانېستلو په تړاو د ترکیې او قطر د ګډو کارونو په تړاو خبریالانو ته ویلي: «موږ په ګډه کار کوو.»

دغه راز د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني هم ټينګار کړی، چې هېواد یې له ترکیې سره په ګډه او دوامداره توګه د کابل هوايي ډګر د هوکړې او پرانېستلو په اړه د طالبانو له چارسمبالي حکومت سره کار کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېرو څو ورځو کې د کابل هوايي ډګر د بیارغونې او د الوتنو د چمتوالي په اړه د متحده عربي اماراتو د هڅو په تړاو هم راپورونه خپاره شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button