معترضې مېرمنې: د نجونو ښوونځي پرانیزئ

۸صبح، کابل: ځینې افغان معترضې مېرمنې چې د کابل انتقادي ښوونځي تر چتر لاندې فعالیت کوي، یو ځل بیا يې د ښوونځیو د تړل کېدو او د ښځو د حقونو د له منځه تلو پر ضد اعتراض کړی دی.

معترضو مېرمنو یکشنبه د چنګاښ پر ۱۲ کابل کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او د ښوونځیو تړل کېدل يې تاوتریخجن سیاست بللی دی.

هغوی په دې مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې طالبان د لوږې د له منځه وړلو پرځای، د خلکو پر ګواښلو، قتل عام او غچ اخیستلو لاس پورې کړی دی.

دغو معترضو مېرمنو ټینګار کړی، چې افغان مېرمنې نن په پرانیستو سترګو خپل حقونه غواړي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغوی د یوه ۵ ماده ییز پرېکړه لیک په خپرولو سره نړۍ د ښځو پر حقونو د چوپتیا له کبله غندلې او ټینګار يې کړی، چې د سیاسي معاملو لپاره ارزښتونه تر پښو لاندې شوي دي.

په دې پرېکړه لیک کې ویل شوي: «لیک لوست سوداګري نه ده.» د پرېکړه لیک په بله ماده کې راغلي، چې د حقیقت په پټولو سره وږی او دردمن ملت په غلام نه شي اوښتی.

دا په داسې حال کې ده، چې ښځو تل د طالبانو له خوا د کار او تعلیم حقونو د اخیستلو پر سر اعتراض کړی. طالبانو تر دې مخکې معترضې مېرمنې نیولې، ربړولې او په زوره یې ترې اعتراف اخیستی دی.

ورته لیکنې

Back to top button