د نجونو د زده کړې مخنیوی؛ «کله د ښوونځي دروازې ته ورځو، خو له اوښکو ډکو سترګو راستېږم»

پرواني

له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو مخنیوی، دا نجونې له ناهیلۍ او بې برخلیکه وضعیت سره مخ کړې دي. دوی خپلې موخې په اوبو لاهو او هیلې یې نه پوره کېدونکې بولي. په دغه راز وضعیت کې هم هیله منې دي چې طالبان د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې ته غاړه کېږدي او ښوونځیو د دروازو قلفونه مات کړي.
د پروان ولایت اوسېدونکې اووم ټولګي زده کوونکې دیارلس کلنه عایشه د ښوونځي عمومي اول نمره ده. نوموړې کابو لس میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته زرګونه نجونو زده کوونکو په شان، د ښوونځیو د پرانیستو په تمه ده. نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې د ورځې کله ښوونځي ته ځي ترڅو له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځیو د پرانیستو په اړه د خوښۍ زېری واوري، خو تراوسه دغې هیلې ته نه ده رسېدلې او ډېری ورځې له اوښکو ډکې سترګې کور ته ستنېږي. عایشې وویل: «زه له تاریخ سره ډېره علاقه لرم او غواړم په راتلونکي کې لرغون پېژانده شم، خو دغه وضعیت ته په پام سره روښانه نه ده چې خپلې هیلې ته رسېږم که نه. طالبان باید زر ترزره د ښوونځیو دروازې پرانیزي.»

ددغې زده کوونکې کورنۍ هم له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. د عایشې بابا حاجي قندآغا طالبانو ته په خطاب کې وايي: «مه پرېږدئ چې زموږ د بچیانو هیلې په ناهیلۍ بدلې شي.»

له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د نجونو تړل کېدل، د ښوونځیو ښوونکي هم سخت اندېښمن کړي دي. د پروان د یوه ښوونځي سرښوونکې سکینه نعمان وايي چې د ښوونځیو تړل کېدل، د نجونو زده کوونکو لپاره روحي او رواني ستونزې رامنځته کړې دي. نوموړي جوته کړه: «ډېر نجونې چې زه پېژنم، د نجونو ښوونځیو د تړلو له امله ناهیلې شوې دي. آن د ځینو لپاره روحي او رواني ستونزې رامنځته شوې.»

له بلې خوا، په پروان ولایت کې سیمه ییز مسولان که څه هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د پرانیستو د کره وخت په اړه څه نه وایي خو ټینګار کوي چې ډېر زر به دغه ښوونځي پرانیستل شي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د پوهنې رییس محمد حسن حقاني وویل چې په نږدې راتلونکي ې د متوسطې او لېسې دورې نجونو د ښوونځیو د پرانیستو کابو اتیا سلنه احتمال شته.

د ویلو ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي. ټاکل شوې وه له رخصتیو وروسته د روان کال د وري میاشتې په درېیمه په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، خو د طالبانو د پوهنې وزارت په هماغه ورځ اعلان وکړ چې دا ښوونځي تر بل امر پورې تړلي پاتې کېږي. په هغه وخت کې د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه اطلاعیه کې وویل، کله چې د نجونو لپاره د شریعت او افغاني دود له مخې جامې طرحه شي د طالبانو د مشرتابه د حکم پر بنسټ به نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د نجونو ښوونځیو تړل کېدو پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه د طالبانو حکومت اوسمهال له فشار سره مخ دی. طالبانو تراوسه په دولتي ادارو کې هم د کار اجازه نه ده ورکړې، په وروستي مورد کې د طالبانو لوړپوړي غړي انس حقاني د چهارشنبې په ورځ د غویي په ۱۴مه وویل چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي به ډېر زر د نجونو پرمخ پرانیستل شي. حقاني په خوست ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د علماوو په ګډون ناسته ترسره شي او د نجونو ښوونځیو پرانیستل به یې د بحث اصلي موضوع وي.

ورته لیکنې

Back to top button