ولسونه: له کونړه پاکستان ته د چارتراشو لرګيو قاچاق په بې‌رحمۍ روان دی

۸صبح، ننګرهار: له تېرو دوو ورځو راهیسې له کونړه د لرګیو قاچاق د خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

د لرګیو د قاچاق موضوع د تېر نظام پر مهال هم لانجمنه مسأله وه، چې هر مهال به له بېلابېلو لارو د کونړ ځنګلونه وهل کېدل.

اوس چې په ټول افغانستان طالبانو ولکه ټينګه کړې، یو وار بیا له کونړه د چارتراشو د قاچاق مسأله را برسېره شوې ده.

له کونړه په ټولنېزو رسنیو کې خپاره شويو انځورونه کې ښکاري، چې د چارتراشو بار ټېلر او لویې موټرې لرګي لېږدوي.

خلکو د کونړ پر ځایي طالب چارواکو تندې نېوکې کړې دي. د هغوي په وينا د کونړ ځنګلونه په ازاد مټ پاکسټان ته لېږدول کېږي، خو څوک يې مخنيوی نه کوي.

پر ټوېټر د طالبانو یو مسوول شیخ عبدالحمید حماسي هم یوه ویډیو خپره کړې او د کونړ د لرګیو د قاچاق اندېښنه یې شریکه کړې ده.

حماسي پر طالب مشرانو غږ کړی، چې ژر تر ژره د لرګیو د قاچاق مخه ونیسي.

هغه په تندو ټکو ویلي، پاکستان ته د لرګیو تر څنګ د وسلو او مهماتو د قاچاق مخنیوي برخه کې هم باید طالبان اقدمات وکړي.

په دې تړاو مو وغوښتل د طالبانو نظر هم تر لاسه کړو، خو ونه توانېدو.

ورته لیکنې

Back to top button